د پاکستان جمهور رئيس اصف علي زرداري ته د ناټو لخوا بلنه ورکړل شوې، چې شيکاګو کې د افغانستان د راتلونکي په تړاو د ناټو سرمشريزه کې گډون وکړي.
د پاکستان جمهور رئيس اصف علي زرداري ته د ناټو لخوا بلنه ورکړل شوې، چې شيکاګو کې د افغانستان د راتلونکي په تړاو د ناټو سرمشريزه کې گډون وکړي.
دغه بلنليک له هغې وروسته استول شوى، چې پاکستان افغانستان کې مېشتو ناټو ځواکونو ته د اکمالاتي لارې د پرانيستلو خبر ورکړ.
دا، چې دغه لاره به څه مهال پرانيستل کېږي په دې اړه څه نه دي ويل شوي.
په پام کې ده، چې د روانې مياشتې په شلمه نېټه د ناټو سرمشريزه د امريکا په شيکاگو کې تر سره شي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


