ads

الظواهري: د يمن اوسنى جمهور رئيس د امريكا غلام دى

د القاعده شبکې مشر ايمن الظواهري په يوه نوي ويډيويي پيغام کې د يمن اوسېدونکي د دغه هېواد د اوسني جمهور رئيس عبدربه منصور هادي پر وړاندې بغاوت ته هڅولي. د القاعده شبکې مشر ايمن الظواهري په يوه نوي ويډيويي پيغام کې د يمن اوسېدونکي د دغه هېواد د اوسني جمهور رئيس عبدربه منصور هادي […]

نویسنده: TKG
27 غویی 1391
الظواهري: د يمن اوسنى جمهور رئيس د امريكا غلام دى

د القاعده شبکې مشر ايمن الظواهري په يوه نوي ويډيويي پيغام کې د يمن اوسېدونکي د دغه هېواد د اوسني جمهور رئيس عبدربه منصور هادي پر وړاندې بغاوت ته هڅولي.

د القاعده شبکې مشر ايمن الظواهري په يوه نوي ويډيويي پيغام کې د يمن اوسېدونکي د دغه هېواد د اوسني جمهور رئيس عبدربه منصور هادي پر وړاندې بغاوت ته هڅولي.

د مصري ورځپاڼې اليوم السابع په حواله، الظواهري پخپلو خبرو کې منصور هادي د امريکا غلام بللی او وايي، چې دی هم د يمن د پخواني جمهور رئيس علي عبدالله صالح په څېر کارونه کوي.

د نوموړي په خبره عبدربه منصور هادي د علي عبدالله صالح له نظام څخه ټوکېدلی کس دی.

د راپور پر اساس الظواهري پخپله دې ويډيو کې زياته كړې، چې د القاعدې غړي د يمن په جنوب او ختېځو سيمو کې فعاليت کوي تر څو شرعي احکام پلي کړي.

نوموړى له يمني اوسېدونکو د نظام او اوسنيو واکمنو پر خلاف د مبارزې غوښتنه کوي.

د القاعده شبکې د مشر ايمن الظواهري دا ويډيو داسې مهال خپرېږي، چې د يمن پوځ له شنبې ورځې راهيسې په ابين ايالت کې د يادې شبکې پر وړاندې پراخ علميات پيل کړي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA