ads

هغه وخت رارسېدلى، چې د ناټو ځواکونو اکمالاتي لار پرانيزو

د پاکستان د بهرنيو چارو وزيرې حنا رباني کهر پرون په يوې خبري غونډه کې وويل، هغه وخت راغلى، چې په افغانستان کې د ناټو ځواکونو اکمالاتي لار پرانيزي.     د پاکستان د بهرنيو چارو وزيرې حنا رباني کهر پرون په يوې خبري غونډه کې وويل، هغه وخت راغلى، چې په افغانستان کې د […]

نویسنده: TKG
26 غویی 1391
هغه وخت رارسېدلى، چې د ناټو ځواکونو اکمالاتي لار پرانيزو

د پاکستان د بهرنيو چارو وزيرې حنا رباني کهر پرون په يوې خبري غونډه کې وويل، هغه وخت راغلى، چې په افغانستان کې د ناټو ځواکونو اکمالاتي لار پرانيزي.

 

 

د پاکستان د بهرنيو چارو وزيرې حنا رباني کهر پرون په يوې خبري غونډه کې وويل، هغه وخت راغلى، چې په افغانستان کې د ناټو ځواکونو اکمالاتي لار پرانيزي.

نوموړې، چې د پاكستان د اطلاعاتو له وزير سره په يوه خبري غونډه كې غږېده، وويل، دا مهمه وه، چې يوې نتيجې ته په رسېدو غور شوى واى، چې په وينا يې، پاکستان نتيجې ته ورسېد او اوس پکار ده، چې مخ پر وړاندې ګام واخيستل شي.

هغې ونه ويل، چې کله به د ناټو ځواکونو د وسايلو د کاروانونو پر مخ ترانزيټي لار پرانيزي، خو د پاکستان د اطلاعاتو وزير وويل، چې په راتلونکو ورځو کې به پرېکړه وشي.

حنا رباني كهر وايي، چې د پاکستان حکومت ښايي ناټو ته د ترانزيټي لارې د پرانستلو په خاطر له کورنيو عکس العملونو سره مخامخ شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA