د امريکا د جمهوري رياست راتلونکو ټاکنو ته د جمهوريت غوښتونکي ګوند يوه نوماند ران پل له خپلې نوماندۍ د ګوښه کېدا اعلان وکړ. د رويټرز خبري اژانس د راپور له مخې، نوموړي وويل، چې نور په خپلمنځي ګوندي او مقدماتي ټاکنو کې ګډون نه کوي.
د امريکا د جمهوري رياست راتلونکو ټاکنو ته د جمهوريت غوښتونکي ګوند يوه نوماند ران پل له خپلې نوماندۍ د ګوښه کېدا اعلان وکړ.
د رويټرز خبري اژانس د راپور له مخې، نوموړي وويل، چې نور په خپلمنځي ګوندي او مقدماتي ټاکنو کې ګډون نه کوي.
ران پل د امريکا په راتلونکو ټاکنو کې د جمهوريت غوښتونکي ګوند د يوه بل کانديد ميت رامني سيال و.
ټاکل شوې، چې په امريکا کې د جمهوري رياست ټاکنې د راتلونکې نومبر مياشتې په شپږمه نېټه ترسره شي.
دمګړۍ د بارک اوباما پر وړاندې تر نورو مطرح كس ميت رامني دى.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


