ads

پېښور كې چاودنې ۹ تنه ټپيان كړل

نن سهار شاوخوا لس نيمې بجې د پاکستان د خيبر پښتونخوا ايالت مركز پېښور ښار په رېنګ روډ د چاودنې له كبله ۹ تنه ټپيان شول. ترلاسه شوي راپورونه وايي چې دغه چاودنه په رينګ روډ دپوليس يوه مرکز ته څېرمه شوې. نن سهار شاوخوا لس نيمې بجې د پاکستان د خيبر پښتونخوا ايالت مركز […]

نویسنده: TKG
24 غویی 1391
پېښور كې چاودنې ۹ تنه ټپيان كړل

نن سهار شاوخوا لس نيمې بجې د پاکستان د خيبر پښتونخوا ايالت مركز پېښور ښار په رېنګ روډ د چاودنې له كبله ۹ تنه ټپيان شول. ترلاسه شوي راپورونه وايي چې دغه چاودنه په رينګ روډ دپوليس يوه مرکز ته څېرمه شوې.

نن سهار شاوخوا لس نيمې بجې د پاکستان د خيبر پښتونخوا ايالت مركز پېښور ښار په رېنګ روډ د چاودنې له كبله ۹ تنه ټپيان شول.

ترلاسه شوي راپورونه وايي چې دغه چاودنه په رينګ روډ دپوليس يوه مرکز ته څېرمه شوې.

ځايي چارواکي وايي، چې د چاودنې له کبله ۹ تنه سخت ټپيان شوي، چې نږدې روغتون ته د درملنې لپاره وړل شوي او د يو تن روغتيايي حالت د اندېښنې وړ ښودل شوی.

امنيتي چارواکي وايي، چې چاودنه د هغو چاوديدونکو توکو د چاودنې له امله رامنځته شوې، چې په يوه ديګ بخار کې د پوليسو پوستې ته نږدې ځای پر ځاى شوى و.

تراوسه په پاکستان کې کومې وسله والې ډلې د دې بريد مسوليت نه دی منلی.

د ويلو ده، چې تېره ورځ هم د پېښور ښار په ګلبهار سيمه كې د پوليسو پريوه موټر چاودنه شوې وه، چې له کبله يې د پوليسو په ګډون ۲۳ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA