د روسيې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاروف په افغانستان کې له نشه يي توکو سره د مبارزې د څرنګوالي په اړه پر ناټو ځواكونو نیوکه وکړه. نوموړي نن د یکشنبې په ورځ له یوه ځايي ټلویزوني شبکې (میر) سره په مرکه کې وویل، د دوى د ارزونو پر اساس په افغانستان کې میشت ناټو او بهرني
د روسيې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاروف په افغانستان کې له نشه يي توکو سره د مبارزې د څرنګوالي په اړه پر ناټو ځواكونو نیوکه وکړه.
نوموړي نن د یکشنبې په ورځ له یوه ځايي ټلویزوني شبکې (میر) سره په مرکه کې وویل، د دوى د ارزونو پر اساس په افغانستان کې میشت ناټو او بهرني ځواکونه د نشه يي توکو د قاچاق او تولید برخې ته ډېر پام نه کوي.
د معلوماتو پر اساس په روسیه کې شاوخوا پنځه ملیونه وګړي په نشو روږدي دي، چې هر کال نږدې ۴۰ زره تنه د نشه يي توکو د استعمال له امله مري.
روسي چارواکي په افغانستان کې نشه يي توکي د خپل امنیت پر وړاندې یوه جدي ننګونه ګڼي او په ځلونو يې پر ناټو او بهرنیو ځواکونو نیوکې کړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


