ads

د پکتیا محصلين په مارکېټونو کې اوسي

د پکتيا پوهنتون محصلين وايي د ليليې نشت، د استادانو او تدريسي بلاکونو کمښت، د لابراتوار، مجهز کتابتون او ترانسپورت تشې له ستونزو سره مخ كړي دي.     د پکتيا پوهنتون محصلين وايي د ليليې نشت، د استادانو او تدريسي بلاکونو کمښت، د لابراتوار، مجهز کتابتون او ترانسپورت تشې له ستونزو سره مخ كړي […]

نویسنده: TKG
24 غویی 1391

د پکتيا پوهنتون محصلين وايي د ليليې نشت، د استادانو او تدريسي بلاکونو کمښت، د لابراتوار، مجهز کتابتون او ترانسپورت تشې له ستونزو سره مخ كړي دي.

 

 

د پکتيا پوهنتون محصلين وايي د ليليې نشت، د استادانو او تدريسي بلاکونو کمښت، د لابراتوار، مجهز کتابتون او ترانسپورت تشې له ستونزو سره مخ كړي دي.

د دې پوهنتون ګڼ شمېر محصلين، د لوړو زده کړو وزارت تورنوي چې تر دا مهاله پورې يې د ياد ولايت د پوهنتون ستونزې نه دي حل كړې او په دې اړه  بې غوره پاتې شوي دي.

د دوى په وينا له څو کلونو را په دې خوا په کرايي مارکېټونو کې اوسي چې د محصلينو د اوسېدو او مطالعې لپاره مناسب نه دي، د دې تر څنګ د استادانو کمښت، د ترانسپورټي سيستم نشت او نورې ستونزې هم د محصلانو په وينا د دوى په درسي چاپيريال کې خنډونه راولاړ کړي دي.

شفيق الله سهار چې د طب پوهنځي محصل دی وايي: ((استادان او بلاکونه مو کم دي، مجهز کتابتون او لابراتوار نه لرو، د نارينه وو لپاره ليليه نشته، د انټرنټ اسانتيا وې هم نه لرو. ))

سمسور اتل چې د حقوقو پوهنځي د دوهم کال محصل دی هم ورته شکایت لري او وايي چې په (( کرايي مارکېټ)) کې اوسي.

د نارینه محصلانو ترڅنګ د پکتيا پوهنتون نجونې محصلانې هم ورته ستونزې لري. د دغه پوهنتون یوې محصله چې خپل نوم نه افشا کوي وايي: (( خوندي لیلیه نه لرو، بايد په نسبي ډول دنګه څلور دېوالي ترې تاو کړای شي.))

د پکتيا پوهنتون يوې بلې محصلې چې دې هم  نه غوښتل نوم يې څرګند شي، له کليد سره په خپلو خبرو کې زیاته کړه: (( ډېرې محصلې نجونې له د لیلیې د نه خوندیتوب له کبله له درس لاس اخستی دی، موږ ډېره وېره لرو.))

خو د  لوړو زده کړو وزير پوهاند عبيدالله عبيد له پکتيا پوهنتون څخه د ليدنې پر مهال ژمنه وکړه چې د د دې پوهنتون د پرمختګ لپاره به د وس تر بريده هڅه کوي: (( موږ د محصلانو ستونزې له نږدې وکتې، د سږکال په اوږدو کې به کوښښ وکړو چې ستونزې راکمې شي.))

د لوړو زده کړو وزير په يوه خبري ناسته کې دا هم وويل چې سږ کال يې د پکتيا پوهنتون ته د نورو کلونو په پرتله زياته پراختيايي بودجه ځانګړي کړې چې د دې بودجې په مټ به د پوهنتون لپاره تدريسي بلاکونه ودانوي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې سږ کال د پکتيا پوهنتون لپاره ((۳.۲)) امريکايي ډالر له پراختيايي بودجې ځانګړي شوي چې رغنيزې پروژې به پرې پلي شي.

همدارنګه پوهاند عبيدالله عبيد وويل چې د بورسونو او نورو امتيازاتو د وېش پر مهال به له بشپړ عدالت څخه کار اخلي.

پکتيا پوهنتون چې دا مهال پنځه پوهنځي او له درې زرو زيات محصلان لري، د هېواد د نورو ډېرو تعليمي ادارو په پرتله يې ستونزې زياتې دي.

د ليليې، تدريسي بلاکونو، مجهز لابراتوار، مجهز کتابتون، ټرانسپورت تشې، د استادانو کمښت، او نورې هغه ستونزې دي چې د پکتيا پوهنتون محصلان ترې سر ټکوي.

خو د دې تر څنګ پکتيا پوهنتون د تېر په پرتله ډېر پرمختګ هم کړی دی، اداري چاري يې د تېر په پرتله منظمې شوې دي، د محصلانو شمېر يې د پخوا په پرتله زيات شوی، د پوهنتون په درسي چارو کې يې د تېر په پرتله د سمون راتګ هغه څه دي چې د دې پوهنتون وضعيت تر پخوا ښه ښيي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA