د یمن ځايي چارواکي وايي، چې د القاعده شبکې پر پټنځایونو د امریکايي بې پیلوټه الوتکو په تازه بریدونو کې لږ تر لږه ۱۰ تنه وسله وال وژل شوي. د رویټرز خبري اژانس د راپور پر اساس، دا بریدونه د دوو امریکايي بې پیلوټه الوتکو لخوا په مارب ایالت کې شوي.
د یمن ځايي چارواکي وايي، چې د القاعده شبکې پر پټنځایونو د امریکايي بې پیلوټه الوتکو په تازه بریدونو کې لږ تر لږه ۱۰ تنه وسله وال وژل شوي.
د رویټرز خبري اژانس د راپور پر اساس، دا بریدونه د دوو امریکايي بې پیلوټه الوتکو لخوا په مارب ایالت کې شوي.
په همدې حال کې د امریکا دفاع وزارت اعلان کړی، چې واشنګټن له القاعدې سره د جګړې په موخه د یمن د وسله وال پوځ د روزنې بهیر له سره پیل کړی.
دا په تېرو څو ورځو کې په یمن کې پر القاعده شبکې د امریکا څووم برید دی.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

