د خيبر پښتونخوا ايالت په مرکز پېښور کې ګلبهار امنيتي پوستې ته څېرمه نن سهار شاوخوا نهه نيمې بجې چاودنه شوې، چې له كبله يې دوه تنه وژل شوي او ۱۸ نور ټپيان دي.
د خيبر پښتونخوا ايالت په مرکز پېښور کې ګلبهار امنيتي پوستې ته څېرمه نن سهار شاوخوا نهه نيمې بجې چاودنه شوې، چې له كبله يې دوه تنه وژل شوي او ۱۸ نور ټپيان دي.
امنيتي چارواكي وايي، چې چاودېدونکي توکي په يوه موټر کې ځاى پر ځاى شوي وو او د پوليسو له موټر سره نږدې چاودنه وركړل شوې ده.
د پېښور ښار د پوليسو مشر اصف اقبال ځايي رسنيو ته ويلي، چې په ياده پېښه كې يو پوليس او يو لاروى وژل شوي او ١٢ نور ټپيان دي.
خو د ليډي ريډنګ روغتون يو کارکوونکي ډاکټر طارق وايي، چې د شپږو پوليسو په ګډون ١٨ ټپيان ور وړل شوي دي.
د چاودنې مسووليت تراوسه چا پر غاړه نه دى اخيستى.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


