ads

پېښور کې نامعلومو وسله والو يو قبايلي مشر وواژه

د مومندو يو تن مخور او قومي مشر ملک دلاور خان مومند پرون ماښام د پېښور په اشنغرۍ سيمه کې د نامعلومو وسله والو له خوا وژل شوى دى. وسله والو پر نوموړي خپل کور ته نژدې د خلکو له ګڼې ګوڼې په ډکه سيمه کې ډزې كړي او ځاى پر ځاى يې وژلى دى. […]

نویسنده: TKG
23 غویی 1391
پېښور کې نامعلومو وسله والو يو قبايلي مشر وواژه

د مومندو يو تن مخور او قومي مشر ملک دلاور خان مومند پرون ماښام د پېښور په اشنغرۍ سيمه کې د نامعلومو وسله والو له خوا وژل شوى دى. وسله والو پر نوموړي خپل کور ته نژدې د خلکو له ګڼې ګوڼې په ډکه سيمه کې ډزې كړي او ځاى پر ځاى يې وژلى دى.

د مومندو يو تن مخور او قومي مشر ملک دلاور خان مومند پرون ماښام د پېښور په اشنغرۍ سيمه کې د نامعلومو وسله والو له خوا وژل شوى دى.

وسله والو پر نوموړي خپل کور ته نژدې د خلکو له ګڼې ګوڼې په ډکه سيمه کې ډزې كړي او ځاى پر ځاى يې وژلى دى.

پوليس وايي، نوموړى د ماښام تر لمانځه وروسته د خپل کور پر لور روان و، چې دوو تنو موټرسايکل سپرو پرې بريد وکړ.

د نوموړي نژدې خپل او د پېښور د رسنيو مرکز مرستيال حضرت خان مومند وايي، چې ملک دلاور خان له هېچا سره شخصي دښمني نه درلوده او دوى نه پوهېږي، چې دا کار به چا کړى وي.

امنيتي چارواكي وايي، د ملک دلاور خان قاتلين په تېښته بريالي شوي، خو پوليس يې د نيونې په لټه کې دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA