د ناټو مشر اندرېس فوګ راسموسن وايي، چې پاکستان ته د شیکاګو په کنفرانس کې د ګډون بلنه نه ده ورکړل شوې. راسموسن پرون په برکسل کې په یوه خبري غونډه کې خبریالانو ته وویل، پاکستان ته په کار ده، چې په افغانستان کې مېشتو ناټو ځواکونو ته د اکمالاتو لاره
د ناټو مشر اندرېس فوګ راسموسن وايي، چې پاکستان ته د شیکاګو په کنفرانس کې د ګډون بلنه نه ده ورکړل شوې.
راسموسن پرون په برکسل کې په یوه خبري غونډه کې خبریالانو ته وویل، پاکستان ته په کار ده، چې په افغانستان کې مېشتو ناټو ځواکونو ته د اکمالاتو لاره ژر ترژره خلاصه کړي.
نوموړي دا هم وویل، چې د شیکاګو د کنفرانس د اجنډا په تړاو له جمهور رئيس اوباما سره د خبرو پر مهال اوباما هم منلې، چې پاکستان دې په شیکاګو کنفرانس کې ګډون نه کوي.
پاکستان د افغانستان په تړاو د بن په دویم کنفرانس کې هم وروسته له هغې په احتجاجي توګه د نه ګډون پرېکړه وکړه، چې د ناټو ځواکونو په یوه برید کې یې پر ډېورنډ پوله تر شلو زيات سرتیري ووژل شول.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


