ads

د اجمل خټک پر قبر بمي بريد ۱۰ تنه ټپيان كړل

د خيبرپښتونخوا په اكوړه خټك سيمه كې د پښتو ژبې د مشهور شاعر او سياستوال اجمل خټک پر قبر بمي بريد شوى، چې له كبله يې ۱۰ تنه ټپيان شول   د خيبرپښتونخوا په اكوړه خټك سيمه كې د پښتو ژبې د مشهور شاعر او سياستوال اجمل خټک پر قبر بمي بريد شوى، چې له […]

نویسنده: TKG
21 غویی 1391
د اجمل خټک پر قبر بمي بريد ۱۰ تنه ټپيان كړل

د خيبرپښتونخوا په اكوړه خټك سيمه كې د پښتو ژبې د مشهور شاعر او سياستوال اجمل خټک پر قبر بمي بريد شوى، چې له كبله يې ۱۰ تنه ټپيان شول

 

د خيبرپښتونخوا په اكوړه خټك سيمه كې د پښتو ژبې د مشهور شاعر او سياستوال اجمل خټک پر قبر بمي بريد شوى، چې له كبله يې ۱۰ تنه ټپيان شول

چارواکي وايي، په ټپيانو کې درې يې د يوه خصوصي تلويزيون خبريالان، څلور يې پوليس او پاتې هغه يې ولسي خلک دي.

د راپونو له مخې په چاودنه کې د قبر ځينې برخې هم ويجاړې شوې دي.

تر اوسه پورې چا د دغې پېښې پړه پر غاړه نه ده اخيستې.

اجمل خټک نامتو پښتون سياستوال او د نېشنل عوامي پارټۍ پخوانی مشر تر يو کال رنځ وروسته د ٢٠١٠ ميلادي کال په پسرلي کې ومړ.

دا په پښتونخوا کې د پښتو ژبې د يوۀ شاعر او پېژندل شوي کس پر قبر درېيم بريد دى -له دې وړاندې د رحمان بابا او حمزه بابا پر زيارتونو هم ورته بريدونه شوي وو.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA