وسله والو طالبانو د هغو دوو پاكستاني سرتېرو سرونه پرې كړي، چې د افغانستان پولې ته نژدې يې په يوه بريد کې ژوندي نيولي وو.
پاکستاني طالبانو وړمه ورځ د شمالي وزيرستان په مرکز ميرانشاه کې د امنيتي ځواکونو پريوې پوستې په بريد کې ۲۱ پاكستاني سرتېرو ته مرګ ژوبله واړوله او دوه نور يې ژوندي ونيول.

د چارواكو د معلوماتو له مخې، په ځوابي بريد كې پوځي الوتكو پرون د مشکوکو سخت دريځو پر پټنځايونو ډزې وکړې او په ميرانشا کې يې درې کورونه او يو مسجد وويشتل.
ويل شوي، چې په دې بريد کې درې ملکي وګړي وژل شوي او شل نور ټپيان دي، خو دا څرګنده نه ده، چې څومره طالبان به وژل شوي وي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ