جلال اباد کې د ختيزو ولايتونو د بشري حقونو خپلواک کمېسيون ساحوي دفتر ودانۍ جوړلو کار نن پيل شو. چارواکي وايي، ياده ودانۍ په دوو پوړونو کې د شلو خونو او نورو اړينو برخو په لرلو سره د جلال اباد ښارپه روښان مينه کې جوړېږي، چې مالي لګښت يې د ماليې وزرات ورکوي.
جلال اباد کې د ختيزو ولايتونو د بشري حقونو خپلواک کمېسيون ساحوي دفتر ودانۍ جوړلو کار نن پيل شو.
چارواکي وايي، ياده ودانۍ په دوو پوړونو کې د شلو خونو او نورو اړينو برخو په لرلو سره د جلال اباد ښارپه روښان مينه کې جوړېږي، چې مالي لګښت يې د ماليې وزرات ورکوي.
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسيون مشرې سيما ثمر د دې وانۍ د کار پرانستې پرمهال وويل، چې دا د بشري حقونو د خونديتوب لپاره يو مثبت ګام دى.
مېرمن ثمر وايي، دا ودانۍ به سبب شي، چې په ختيزو ولايتونو کې يې په کاري برخه کې لا پرمختګونه رامنځته شي، ځكه اوس يې استازي په ختيځ كې په يوې کرايي ودانۍ کې خپلي چارې پرمخ بيايي.
چارواکي وايي، د بشري حقونو کمېسيون لپاره پرجوړېدونکې ودانۍ شل مليونه او اوه سوه زره افغانۍ لګښت راځي، چې د جوړېدو کار به يې د اتو مياشتو په موده کې بشپړ شي.
ياده ودانۍ په اتلس سوه شپېته متره مربع ځکمه کې جوړېږي، چې په دوو پوړونو کې به شل خونې، د کنفرانسونو تالار، پخلنځى او دغه راز په يوې جلا ودانۍ کې به د ساتونکو او مېلمنو لپاره ځاى ولري.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


