د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې هیلري کلنټن له هندي حکومته وغوښتل، چې له ایران څخه د خپلو تېلو واردات کم کړي. د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، نوموړې، چې پرون هندوستان ته رسېدلې، له هندي چارواکو سره د کتنې پر مهال یی دا غوښتنه مطرح کړې ده.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې هیلري کلنټن له هندي حکومته وغوښتل، چې له ایران څخه د خپلو تېلو واردات کم کړي.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، نوموړې، چې پرون هندوستان ته رسېدلې، له هندي چارواکو سره د کتنې پر مهال یی دا غوښتنه مطرح کړې ده.
د مېرمن کلنټن په وینا، امریکا د اقتصادي بندیزونو له لارې غواړي، ایران د مذاکراتو میز ته کېنوي.
نوموړې زياته كړې، هندوستان د امریکا د هڅو پر ارزښت پوهېږي او دا موضوع درک کوي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې ټینګار وکړ، چې د ایران پر ځای عراق، عربستان او د تېلو نورو تولیدونکي هېوادونه کولای شي، چې د هندوستان د تېلو اړتیا پوره کړي.
ټاکل شوې، چې نوموړې نن مازیګر د هندوستان له لومړي وزیر من موهن سنګ سره وګوري.
مېرمن کلنټن چین او بنګله دیش ته له سفر وروسته هندوستان ته رسېدلې ده.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


