ads

پاكستان د ترهګرۍ پر وړاندې روانه مبارزه کې مرسته نه کوي

د امريکا د متحدو ايالاتونو د بهرنيو چارو وزيرې هندوستان ته د خپل سفر په ترڅ کې پاکستان تورن کړی، چې د ترهګرۍ پر وړاندې په روانه مبارزه کې مرسته نه کوي. د امريکا د متحدو ايالاتونو د بهرنيو چارو وزيرې هندوستان ته د خپل سفر په ترڅ کې پاکستان تورن کړی، چې د ترهګرۍ […]

نویسنده: TKG
18 غویی 1391
پاكستان د ترهګرۍ پر وړاندې روانه مبارزه کې مرسته نه کوي

د امريکا د متحدو ايالاتونو د بهرنيو چارو وزيرې هندوستان ته د خپل سفر په ترڅ کې پاکستان تورن کړی، چې د ترهګرۍ پر وړاندې په روانه مبارزه کې مرسته نه کوي.

د امريکا د متحدو ايالاتونو د بهرنيو چارو وزيرې هندوستان ته د خپل سفر په ترڅ کې پاکستان تورن کړی، چې د ترهګرۍ پر وړاندې په روانه مبارزه کې مرسته نه کوي.

هيلري کلېنټن تېره ورځ په کلکته کې يوه هندي تلويزيون سره په مرکه کې ويلي، چې د القاعده ډلې نوی مشر ايمن الظواهري همدا مهال په پاکستان کې پټ دی او د هند په ممبی ښار کې د ترسره شويو بريدونو اصلي جوړونکی حافظ سعيد دی او د ده په مټ دغه بريدونه ترسره شوي دي.

كلېنټن پاکستان تورن کړ، چې تراوسه يې د حافظ سعيد پر وړاندې کوټلې ګامونه نه دي پورته کړي.

دې دغه راز د ايران د لانجمن اټومي پروګرام په اړه وويل، كه ايران چېرې اټومي بم جوړ کړي، نو دا به د نړۍ د بې ثباته کولو لپاره ستر ګواښ وي.

د ويلو ده، چې د امريکا د بهرنيو چاور وزيره هيلري کلنټن پرون په يوه سفر هندوستان ته رسېدلې.

تمه ده، چې نوموړې به د يو شمېر مسايلو سربېره د افغانستان او ايران په اړه هم له هندي چارواکو سره خبرې اترې وکړي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA