د جمهوري رياست په ټاکنو کې سوسيالست کانديد فرانسوا هولنډ د فرانسې نوى جمهور رئيس ټاکل شوى او نېکولا سارکوزي ته يې ماتې ورکړې ده. فرانسوا هولنډ د يکشنبې ورځې په ټاکنو کې ۵۱ اعشاريه ۵۶ فيصده او د هغه سيال نيکولا سارکوزي د ۹۰ فيصده راى اچوونکو له رايو ۴۸ اعشاريه۴۴ فيصده
د جمهوري رياست په ټاکنو کې سوسيالست کانديد فرانسوا هولنډ د فرانسې نوى جمهور رئيس ټاکل شوى او نېکولا سارکوزي ته يې ماتې ورکړې ده.
فرانسوا هولنډ د يکشنبې ورځې په ټاکنو کې ۵۱ اعشاريه ۵۶ فيصده او د هغه سيال نيکولا سارکوزي د ۹۰ فيصده راى اچوونکو له رايو ۴۸ اعشاريه۴۴ فيصده وګټلې.
په ټاکنو کې د ګډون کوونکو کچه ۸۰ فيصده ښودل شوې ده.
د فرانسې خبري رسنيو د راى اچونې د مرکزونو له بندېدو سره د هولنډ بريا اعلان کړه.
کيڼ اړخى سوسياليست هولنډ له فرانسوا ميتران وروسته د سوسياليست کمونيست ګوند دويم جمهور رئيس دى.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


