په قبايلي سيمې شمالي وزيرستان کې د وسله والو مخالفينو په يوه تازه بريد كې نهه پاكستاني سرتيري ووژل شول او لس نور ټپيان دي. د پاكستاني پوځ د عامه اړيکو د ويندوى له دفتره په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دا پېښه د يکشنبې له ماښامه وروسته يوې امنيتي پوستې ته
په قبايلي سيمې شمالي وزيرستان کې د وسله والو مخالفينو په يوه تازه بريد كې نهه پاكستاني سرتيري ووژل شول او لس نور ټپيان دي.
د پاكستاني پوځ د عامه اړيکو د ويندوى له دفتره په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دا پېښه د يکشنبې له ماښامه وروسته يوې امنيتي پوستې ته څېرمه رامنځته شوې.
سرچينې كه څه هم د پېښې كره ځاى نه دى په ډاګه كړى، خو زياته كړې يې ده، چې د پوځ يو کاروان له سيمې نه د تېرېدو په حال کې و، چې ناڅاپي بريد پرې وشو.
امنيتي چارواكو ويلي، چې د وسله والو تر بريد وروسته د دواړو لوريو ترمنځ درنه جګړه ونښته، چې په ترڅ کې يې نامعلوم شمېر بريد كوونكي وژل شوي او شل نور ټپيان دي.
ځينو رسنيو په ياده پېښه كې د اوولسو ملكي وګړو د ټپي كېدا خبر هم وركړى.
د بريد مسووليت تراوسه چا پر غاړه نه دى اخيستى.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


