د سوريې په حلب ښار کې د موټرو د وينځلو په يو سټېشن کې چاودنه رامنځته شوې، چې له كبله يې لږ تر لږه پنځه تنه وژل شوي دي. بلخوا د دمشق پر مرکزي واټ كې يوې بمي چاودنې نهه موټرونه ويجاړ كړي، خو چاته په كې مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
د سوريې په حلب ښار کې د موټرو د وينځلو په يو سټېشن کې چاودنه رامنځته شوې، چې له كبله يې لږ تر لږه پنځه تنه وژل شوي دي.
بلخوا د دمشق پر مرکزي واټ كې يوې بمي چاودنې نهه موټرونه ويجاړ كړي، خو چاته په كې مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
دا چاودنې په داسې وخت کې رامنځ ته کېږي، چې د ملګرو ملتونو له پلان شويو درې سوو څارونکو څخه پنځوس يې دا مهال په سوريه کې دي او په دې هېواد کې د اپرېل له دولسمې نېټې راهېسې منل شوى اوربند څاري.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


