ستراتیژیک تړون چې د شپې عملیاتو او افغان حکومت ته د زندانونو د انتقال مسئلو ځنډولی و، د غويي په ۱۳( د ۲ می ) د شپې ناوخته په ۱۲ نیمو بجو په تیاره کې د امریکا او افغانستان د جمهورو رئیسانو( بارک اوباما او حامد کرزي) تر منځ په ارګ کې لاسلیک شو.
ستراتیژیک تړون چې د شپې عملیاتو او افغان حکومت ته د زندانونو د انتقال مسئلو ځنډولی و، د غويي په ۱۳( د ۲ می ) د شپې ناوخته په ۱۲ نیمو بجو په تیاره کې د امریکا او افغانستان د جمهورو رئیسانو( بارک اوباما او حامد کرزي) تر منځ په ارګ کې لاسلیک شو.
د ستراتيژيکو همکارۍ دا تړون په ٢٠١٤ کال کې د ناټو د ماموريت تر بشپړېدو وروسته د دواړو هېوادو ترمنځ د پوځي او ملکي ملگرتيا په اړه دى.
د دې تړون په جزیياتو د تېرې ميلادي میاشتې ( اپریل ۲۲مه) موافقه شوې وه، خو د جمهور رئیس کرزي د ملي امنیت سلاکار ډاکټر رنګین دادفر سپنتا یې په اړه د غويي په ۴مه ولسي جرګې ته معلومات ورکړل.
که څه هم په پام کې وه چې دا سند به د شیکاګو ناستې په حاشیه کې د افغانستان او امریکا د جمهورو رئیسانو ترمنځ لاسلیک شي، خو اوباما بیړه وکړه او په یوه نا اعلان شوي سفر افغانستان ته راغی او دغه سند یې امضا کړ.
د متحدو ايالاتو او افغان حکومت پلاوو نږدې يو نيم کال د دغه سند پر لارو چارو خبرې کړې وې.
دغه راز دا سند او کابل ته د اوباما سفر د القاعدې شبکې د بنسټګر اسامه بن لادن تر وژل کېدا یو کال وروسته ترسره شوي دي. اسامه تېر کال د می په ۲مه د پاکستان په ایبټ اباد کې د امریکا د ځانګړو ځواکونو پرمټ ووژل شو او مړی یې د سمندر تل ته ګوزار شو.
بارک اوباما د سند تر لاسلیکولو وروسته، په بګرام کې د امریکا ولس ته په مخامخ وینا کې ژمنه وکړه چې د افغانستان جګړه به پای ته رسوي.
جمهور رئیس حامد کرزي د دې سند په اړه په کابل کې خبریالانو ته وویل، چې وار له مخه شویو موافقتنامو د دې سند لاسلیکولو ته لاره پرانسته: «د ستراتیژيکو همکاریو سند، داسې تیار شوی چې په وروستیو کې دوو پریکړه لیکونو لاره ورته پرانسته، د هغو توقیفځایونو سپارل افغانان دولت ته چې د امریکا په لاس کې وې او د ځانګړیو عملیاتو او د شپې په مخه د عملیات افغاني کیدل.»
د سند تر لاسلیکولو وروسته په خبرې غونډې کې جمهور رئیس کرزي بیا د افغانستان ګاونډيو ته ډاډ ورکړ، چې دا سند کوم دریم ګړي هېواد ته ګواښ نه پيښوي، حامد کرزي وویل، هیله مند یم چې دا سند به په سیمه کې سوله ټينګه کړي:«هیله لرم چې زموږ په سیمه کې د امنیت، پرمختګ او هوساینې سبب شي.»
تیر کال په ترکېي کې د افغانستان په اړه په جوړې شوې غونډې کې د ایران استازي په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو له اوږدمهاله حضور سره مخالفت وکړ، خو د امریکا جمهور رئیس په کابل کې د شپې ناوخته وویل، اوس به ټول پوه شي چې امریکا د اوږدې مودې په مخه له افغانانو سره ده: «نن موږ موافقه وکړه، چې د اوږدې مودې په مخه همکاران واوسو څو له تروریزم سره مبارزه وکړو، افغان امنیتي ځواکونه وروزو، ډیموکراتیکې موسسې غښتلې کړو، د پرمختګ ملاتړ وکړو او د ټولو افغانانو د بشري حقونو په ساتنه کې مرسته وکړو. له دې موافقې سره باید افغانان او نړېوال پوه شي چې افغانستان د امریکا ملګری او همکار دی.»
د جمهور رئیس کرزي د مشاور رنګین دادفر سپنتا په قول د دغه ستراتیژیک تړون متن چې کرزي او اوباما امضا کړی دی، ۲۳ ځله له سره ليكل شوى و.
د نوموړي په خبره دا امضا شوی سند به تر ۲۰۲۴ ميلادي كاله پورې د اعتبار وړ وي، خو په خبره یې که هغه وروسته یې لوری د بدلولو او ختمولو غوښتنه ولري، باید شپږ میاشتې مخکې خبر ورکړي.
د جمهوري رياست د ملي امنيت سلاكار ډاكټر رنګين دادفر سپنتا په وینا دا تړون ۸ فصلونه لري چې په کې د ((افغانستان ملي حاكميت، قوانينو او ځمكنۍ بشپړتيا تا احترام، له ملي يوالي ملاتړ، د ملي ګټو خوندي کول، د هر راز يرغل دفاع، دوامداره اقتصادي پياوړتيا، له ترهګرۍ او اداري فساد سره جدي مبارزه، له طالبانو سره سوله او د ښې حكومتدارۍ رامنځته كول.)) شامل دي.
د سپنتا د معلوماتو له مخې د ستراتيژيك تړون په متن كې، د ښځو او مطبوعاتو ازادي، د امنيتي ارګانونو تمويل، سمبالښت او روزنه، له افغانستان سره په هر اړخيزو برخو كې د مرستو او همكاريو په دوام او په يو شمېر نورو موضوعاتو او غوښتنو هم، هوكړه شوې ده.
ډاكټر سپنتا دغه راز وويل، چې امريكا به له ۲۰۱۴ كال وروسته افغان امنيتي ځواكونه د ناټو په معيارونو سمبال او روزي، څو د هر راز ګواښ پر وړاندې ځواب ورکوونکي وي.
د جمهوري رياست د ملي امنيت سلاكار دغه راز وويل چې د ستراتيژيك تړون پر اساس به امريكا له افغانستان سره، د روغتيا، كرنې، سوداګرۍ، ټرانزيټ، د كانونو په پراختيا، پوهنې او لوړو زده كړو په برخه کې مرسته کوي: (( دغه راز له ۲۰۱۴ كال وروسته به خپلې ۸۰ فيصده مرستې د افغان دولت له لارې په مصرف رسوي.))
د ملي امينت سلاكار داكټر سپنتا په وينا په دې تړون كې په افغانستان كې د امريكا اوږد مهاله نظامي اډې نه دي شاملې، بلكې په دې اړه دواړه هېوادونه يو كال وروسته يو بل جلا تړون لاسليكوي، خو د تړون په لس كلنه موده كې امريكا بايد پر افغانستان د هر راز يرغل او ګواښونو مخه نيسي.
د ډاكټر سپنتا وړاندې وويل: (( د افغانستان ثبات د جنوبي او مركزي اسيا هېوادونو پورې تړلى دى او امريكا په دې ټینګار کوي، كه چېرې پر افغانستان هر راز بهرنى يرغل وشي، نو په خورا چټكۍ سره د قوانينو پراساس سياسي، ډپلوماټيكې، اقتصادي او بلاخره د نظامي لارې متقابل ځواب وركوي.))
سپنتا زياتوي، چې په دې تړون كې هيڅ راز پټ رازونه او معاملې نه ترسترګو کېږي او په دې اړه د ملي شورا غړو او د ګاونډيو په شمول د سيمې هېوادونو ته ډاډ وركوي: (( موږ د دې تړون د محتوياتو په اړه هند، چين، پاكستان، روسيې، تاجكستان او نورو ګاونډيو او سيمه ييزو هېوادونو ته معلومات وركړي او د هغوى اندېښنې مو په نظر كې نيولي.))
خو دا تړون په داسې حال کې امضا شوی چې د ولسي جرګې ځېنې غړې له دې کبله نیوکه لري، پرته له دې چې د دغه تړون ماده وار جزییات دوی ته وسپارل شي، د افغانستان او امریکا جمهورو رئیسانو امضا کړی دی.
د ولسي جرګې رئيس عبدالروف ابراهيمي ګوت نیونه وکړه چې د دې تړون د رد او يا تائيد صلاحيت اوس هم د ملي شورا صلاحیت دی.
ابراهيمي زياته كړې: ((هركله چې موږ ته راغى دا صلاحيت لرو چې د قانون پراساس يې رد او یا هم تایید کړو، دا پرېکړه به هماغه وخت وکړو.))
بلو پلو د مشرانو جرګې يو شمېر غړي د امريكا او افغانستان ترمنځ د ستراتيژيك تړون اجرايي ضمانت ته بیا د شک په سترګه ګوري.
د دې جرګې غړى ډاكټر زلمى زابلى وايي، هيڅ راز ضمانت نشته چې له ۲۰۱۴ كال وروسته دې امريكا په خپلو ژمنو ولاړه وي.
نوموړی وايي: (( زه دا وايم چې امريكايانو د بن په لومړۍ غونډه كې هم ژمنه كړې وه، چې د افغانستان اسلامي ارزښتونو، دودونو او قوانينو ته احترام كوو، خو متاسفانه چې دوى په سلګونو ځله بښنه غوښتې او بيا يې هم خلك وژلي، نو څه ضمانت شته چې هغوی به بیا سرغړونې ونه کړي.))
سره له دې چې د ملي شورا ځینو وکیلانو لکه رمضان بشردوست د سندو له امضا کېدو سره موافق نه ښکاري، خو د دې جرګې يو شمېر نور غړي بیا وايي چې د ګاونډيو هېوادونو د ګواښونو لپاره د امريكا حضور او د امضا کېدل د افغانستان په ګټه دى.
محمود دانشجو يو له هغو سناتورانو دى چې پرې خوښ دی: (( د اوسني زمان اړتيا ده چې موږ بايد د ګاونډيو د لاسوهنو په خاطر ستراتيژيك تړونونه ولرو.))
د وکیلانو ترڅنګ ځینې کارپوهان هم د افغانستان او امریکا ترمنځ د ستراتیژیک سند امضا کېدل د افغانستان د راتلونکې لپاره یو تضمین بولي.
د دوی په عقیده د دا ډول سندونو امضا کېدل څومره چې د افغانستان په ثبات کې اغېره لري، د امریکا او د امریکا د متحدانو لپاره هم د اهمیت وړ دی.
د سیاسي چارو څېړونکی محمود صیقل وايي، چې دا سند د دواړو لوریو لپاره یو ضرورت دی او د دواړو لوریو ملي ګټو تامینوونکی دی.
سیاسي کارپوه او د پوهنتون استاد ډاکټر امین هم له امریکا سره د ستراتیژیک تړون د امضا کېدو هرکلی کوي، خو وايي د تړون له جزيياتو څخه د اډو د ایستلو مسئلې لږ اندېښمن کړی دی: ((زه نه پوهېږم دا کار ولې وشو، ځکه دودیزې جرګې په دې رابطه رایه ورکړې وه، آیا دا کار خو به د دې لپاره نه وي شوی چې د شورا د پاس کېدو له جریانه وغورځول شي؟))
د نوموړي په خبره د اډو موضوع هم باید په تړون کې ځای شوې وای، څو ملي شورا یې په رابطه بیا تصمیم نیولی وای: ((اوس موږ په دې نه پوهېږو چې له ۲۰۱۴ م كال وروسته به په افغانستان کې د امريکا څو پوځي اډې او څومره سرتيري موجود وي او د دوى ماموريت به واقعا څه وي؟))
د سياسي چارو كارپوه غلام جيلاني ځواك هم همدا اندېښنه لري، خو په خبره یې د افغانانو عمده غوښتنه د جګړې پای دی، خو پوښتي که د دغه تړون په امضا کېدو سره جګړه ختمه نشي او طالبان سولې ته حاضر نشي، بیا به یې ګټه څه وي؟
د یادونې وړ ده چې تيركال دوديزې لويې جرګې چې شاوخوا ۲۴۰۰ تنو مشرانو په کې ګډون درلود د یوه ۷۶ ماده ییز پرېکړه لیک په تصویب سره د ستراتیژیک تړون امضا کېدو ته لاره پرانسته.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


