هغه سړى، چې د امريکا په متحده ايالتونو کې د سيپټمبر د يوولسمې د بريدونو پر پلانولو تورن دى، گوانتامو کې د پوځي محکمې پوښتنو ته له ځواب ورکولو ډډه کړې ده.
هغه سړى، چې د امريکا په متحده ايالتونو کې د سيپټمبر د يوولسمې د بريدونو پر پلانولو تورن دى، گوانتامو کې د پوځي محکمې پوښتنو ته له ځواب ورکولو ډډه کړې ده.
خالد شيخ محمد او څلور نور تورن کسان د يرغمل نيونې، ترهگرۍ او په ٢٠٠١ ميلادي کال نيويارک او واشنگټن کې د درې زره کسانو د وژلو له تورونو سره مخامخ دي.
د شيخ محمد يوه مدافع وکيل وويل، هغه بند کې د ادعا شوې شکنجې پرضد د احتجاج له کبله قاضي ته له غوږ نيولو د ډډې ترڅنگ دا باور هم لري، چې محکمه عادلانه نه ده.
د امريکا د دفاع وزارت مخکې ويلي وو، چې هغه دا منلې، چې د القاعدې لپاره د سيپټمبر د يوولسمې بريدونه يې پلان کړي وو .
خالد شيخ محمد په ٢٠٠٣ ميلادي کال پاکستان کې نيول شوى وو .
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


