ads

بنګله دېش ته د امريكا د بهرنيو چارو وزيرې سفر

د امريکا د متحده ايالاتونو د بهرنيو چارو وزيرې هيليري کلنټن نن په ډاكه کې د بنګله دېش له صداعظمې شيخ حسينه واجد او د دې هېواد د بهرنيو چارو له وزير سره  لېده کاته وکړل. د امريکا د متحده ايالاتونو د بهرنيو چارو وزيرې هيليري کلنټن نن په ډاكه کې د بنګله دېش له […]

نویسنده: TKG
17 غویی 1391
بنګله دېش ته د امريكا د بهرنيو چارو وزيرې سفر

د امريکا د متحده ايالاتونو د بهرنيو چارو وزيرې هيليري کلنټن نن په ډاكه کې د بنګله دېش له صداعظمې شيخ حسينه واجد او د دې هېواد د بهرنيو چارو له وزير سره  لېده کاته وکړل.

د امريکا د متحده ايالاتونو د بهرنيو چارو وزيرې هيليري کلنټن نن په ډاكه کې د بنګله دېش له صداعظمې شيخ حسينه واجد او د دې هېواد د بهرنيو چارو له وزير سره  لېده کاته وکړل.

کلينټن تېره ورځ په يوه سفر بنګله دېش ته رسېدلې او نن به د هند له کلکتې ښاره د دې هېواد رسمي سفر پيل کړي.

نوموړې به د هند له لوړ پوړو چارواکو سره خبرې اترې ترسره کړي.

له دې وړاندې د متحده ايالاتونو د بهرنيو چارو وزيرې د بنګله ديش پر سياسي مشرانو غږ کړی، چې په خپلو کې په ګډه کار وکړي.

مېرمن کلنټن وويل، په بنګله ديش کې د څو اونيو مظاهرو او اعتراضونو چې دغه هېواد يې وځپه او ۵ تنه په کې ووژل شول، د پرمختګ بهير اغيزمن کړی او بهرني پانګوال يې ويرولي دي.

په بنګله ديش کې وروستۍ سياسي نا ارامي وروسته له هغې راپورته شوه، چې د حکومت د يوه مخالف سياسي مشر د لا درکه کېدو راپورونه خپاره شول.

هېلري کلنټن له بنګله ديشيانو وغوښتل، چې نظم او قانون ته درناوی وکړي او پر حکومت يې غږ وکړ، چې د لا درکه شوي سياسي مشر په قضيه کې څېړنې  وکړي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA