ads

امريكا د بې پيلوټه الوتكو بريدونه نه ځنډوي

د امريكا دفاع وزير ليون پنيتا د پاکستاني چارواکو د پرونيو څرګندونو په غبرګون کې ويلي، چې واشنګټن به له ځانه په دفاع کې د څارګرو الوتکو بريدونه ونه ځنډوي. د امريكا دفاع وزير ليون پنيتا د پاکستاني چارواکو د پرونيو څرګندونو په غبرګون کې ويلي، چې واشنګټن به له ځانه په دفاع کې د […]

نویسنده: TKG
17 غویی 1391
امريكا د بې پيلوټه الوتكو بريدونه نه ځنډوي

د امريكا دفاع وزير ليون پنيتا د پاکستاني چارواکو د پرونيو څرګندونو په غبرګون کې ويلي، چې واشنګټن به له ځانه په دفاع کې د څارګرو الوتکو بريدونه ونه ځنډوي.

د امريكا دفاع وزير ليون پنيتا د پاکستاني چارواکو د پرونيو څرګندونو په غبرګون کې ويلي، چې واشنګټن به له ځانه په دفاع کې د څارګرو الوتکو بريدونه ونه ځنډوي.

ليون پنيتا په واشنګټن کې يوې خبري غونډې ته وويل، چې د ۲۰۰۱ ميلادي کال د سپټمبر يوولسمې پېښه د القاعدې کار و، چې له كبله يې نږدې درې زره امريکايان ووژل شول او په راتلونکې کې به د دا ډول بريدونو د مخنيوي لپاره د بې پيلوټه الوتکو بريدونه روان وي.

ليون پنيتا د اسلام اباد غبرګون ته په اشارې زياته کړه، چې كه پاكستان هرڅومره مخالفت هم وكړي امريكا به دا بريدونه ونه ځنډوي.

نوموړي دا خبرې وروسته له هغې وكړې، چې پرون د شمالي وزيرستان په شوال کې امريكايي څارګرو الوتکو د وسله والو يو مرکز په نښه کړ او اته تنه يې ووژل.

پاکستان دغه بريد په کلکو ټکو غندلى دى.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA