ads

د بې پيلو‌ټه الوتكې په تازه بريد کې ٨ تنه ووژل شول

د پاكستان په قبايلي سيمې شمالي وزيرستان د امريکا د بې پيلوټه الوتكې په هوايي بريد کې ٨ تنه ووژل شول. په سيمه کې يوې امنيتي سرچينې د نوم د نه ښودلو په شرط رسنيو ته ويلي، چې نن سهار وختي د درې نښتر په سيمه کې د امريکا يوې بې پيلوټه د پاكستان په […]

نویسنده: TKG
16 غویی 1391

د پاكستان په قبايلي سيمې شمالي وزيرستان د امريکا د بې پيلوټه الوتكې په هوايي بريد کې ٨ تنه ووژل شول. په سيمه کې يوې امنيتي سرچينې د نوم د نه ښودلو په شرط رسنيو ته ويلي، چې نن سهار وختي د درې نښتر په سيمه کې د امريکا يوې بې پيلوټه

د پاكستان په قبايلي سيمې شمالي وزيرستان د امريکا د بې پيلوټه الوتكې په هوايي بريد کې ٨ تنه ووژل شول.

په سيمه کې يوې امنيتي سرچينې د نوم د نه ښودلو په شرط رسنيو ته ويلي، چې نن سهار وختي د درې نښتر په سيمه کې د امريکا يوې بې پيلوټه الوتکې پر يوه کور دوه مزايل توغولي، چې له كبله يې اته تنه وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان دي.

په ميرانشاه کې د ملک ممتاز په نوم يوه ځايي خبريال ويلي، چې وژل شوي ځايي اوسېدونکي دي، خو دا نه ده معلومه، چې وسله وال دي او که عام وګړي.

تېره اونۍ هم پر شمالي وزيرستان په ورته بريد کې څلور تنه وژل شوي وو.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA