د پکتیا ولایت د احمد آبا ولسوالۍ د زندخېل لومړني ښوونځي د ودانۍ بنسټ ډبره كېښودل شوه. پوهنې وزارت څخه كليد ته د غويي په ۱۲ مه راستول شوې خبرپاڼې كې راغلي، چې دغه ودانۍ د مركزي اسيا د ستاره عرفان موسېسې په ۶۰ زره
د پکتیا ولایت د احمد آبا ولسوالۍ د زندخېل لومړني ښوونځي د ودانۍ بنسټ ډبره كېښودل شوه.
پوهنې وزارت څخه كليد ته د غويي په ۱۲ مه راستول شوې خبرپاڼې كې راغلي، چې دغه ودانۍ د مركزي اسيا د ستاره عرفان موسېسې په ۶۰ زره امريكايي ډالرو لګښت په پنځه جريبه ځمكه كې په يو پوړيز ډول جوړېږي.
دغه ودانۍ چې د جوړېدو چارې به يې په راتلونكو شپږو مياشتو كې بشپړې شي، ۴ درسي او يوه اداري خونه، ۵ تشنابونه، د اوبو څښلو څاه، دغه راز ۷۰ پايې مېز او چوكوۍ او نور اړين توكي ولري.
د یاده ونې وړ ده، چې په نوموړي ښوونځي کې اوس مهال ۱۵۱ تنه زده کوونکي په زده کړه بوخت دي، چې د یادې ودانۍ په جوړېدو سره به د زده كوونكو د درسي ټولګيو د نشتوالي ستونزه حل شي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


