په سوريه کې د اوربند څارونکي نړيوال کارکونکي وايي، چې د اوربند د طرحې له عملي کېدا سره سره پرون د سه شنبې په ورځ د تاوتريخوالي په تازه پېښو کې لږ تر لږه ۳۰ تنه ووژل شول.
په سوريه کې د اوربند څارونکي نړيوال کارکونکي وايي، چې د اوربند د طرحې له عملي کېدا سره سره پرون د سه شنبې په ورځ د تاوتريخوالي په تازه پېښو کې لږ تر لږه ۳۰ تنه ووژل شول.
د دوى په وينا، په ادليب ايالت کې پر يوه کلي د توغنديو لګېدو په پېښه کې ۱۱ تنه وژل شوي، چې له ډلې يې د يوې کورنۍ د ۴ ښځو او دوو ماشومانو په ګډون ۹ تنه شامل دي.
د اوربند نړيوال څارونکي وايي، چې له شلو ورځو راهيسې د اوربند طرحې له منلو سره سره حکومت او مخالف ګوند له دې طرحې سرغړونه کوي.
په همدې حال کې سوريې لپاره د ملګرو ملتونو او عربي ټولنې ځانګړي استازي كوفي عنان هم په هغه هېواد کې د روان حالت په اړه اندېښنه ښودلې او له ښکېلو غاړو يي غوښتي، چې د اوربند طرحې ته غاړه کېږدي.
په سوريه کې له څه باندې يوه کال راهيسې د حکومت ضد بغاوتونه پيل شوي، خو جمهور رئيس بشارالاسد لا هم خپلې واکمنۍ ته دوام ورکوي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


