د سنمګان ولایت د ایبک ښار د نسوان رباطک او د شورابک او رباطک لومړنيو ښوونځیو ودانۍ د غویی په ۱۲ مه پرانيستل شوې. پوهنې وزارت څخه كليد ته په راستول شوې خبرپاڼې كې راغلي، چې يادې ودانۍ د سوېډن موسېسې په ۲۸۰ زرو امريكايي ډالرو لګښت په پاخه او
د سنمګان ولایت د ایبک ښار د نسوان رباطک او د شورابک او رباطک لومړنيو ښوونځیو ودانۍ د غویی په ۱۲ مه پرانيستل شوې.
پوهنې وزارت څخه كليد ته په راستول شوې خبرپاڼې كې راغلي، چې يادې ودانۍ د سوېډن موسېسې په ۲۸۰ زرو امريكايي ډالرو لګښت په پاخه او اساسي ډول په یو پوړ كې جوړې شوې دي.
د يادو ودانيو د جوړېدو چارې چې په ۶ میاشتو کې بشپړې شوي، هره ودانۍ، ۷ درسي ټولګي، یوه اداري خونه، یوه تحویلخانه، د زده کوونکو لپاره ۲۱۰ پایې میز او چوکۍ، د احاطې دیوال، ۵ تشنابونه، د اوبو څښلو څاه او نور اړين توكي لري.
د یاده ونې وړ ده، چې د یاد شويو ښوونځیو زده کوونکي او س مهال په کرایي کورنو کې په زده کړه بوخت دي، چې د نوموړو ودانیو په جوړولو سره په دې برخه كې د زده كوونكو ستونزې يوه اندازه حل شوې.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


