د امریکا د بهرنیو چارو وزیره هیلري کلنټن او د مالي وزیر تیموتي ګیتنر نن چین ته ورسېدل، چې پر یو لړ نورو مسایلو د خبرو تر څنګ، د دواړو هېوادنو تر منځ وروستۍ ټوکېدلې ناندرۍ حل کړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیره هیلري کلنټن او د مالي وزیر تیموتي ګیتنر نن چین ته ورسېدل، چې پر یو لړ نورو مسایلو د خبرو تر څنګ، د دواړو هېوادنو تر منځ وروستۍ ټوکېدلې ناندرۍ حل کړي.
د چین او امریکا تر منځ د اړیکو دا ترینګلتیا وروسته له هغې راوټوکېده، چې د چین د حکومت یوه مخالف چن ګوانګ چنګ تېره اونۍ له کورني نظره بنده وتښتېد او په بیجنګ کې يې د امریکا سفارت ته پنا یوړه.
که څه هم امریکايي چارواکو لا په دې اړه څه نه دي ویلي، خو د امریکا جمهور رئيس بارک اوباما همدومره ویلي، چې دی له دې موضوع خبر دی.
د ویلو ده، چې چین ته د امریکايي چارواکو دا سفر هر کال ترسره کېږي او اوسنۍ لیدنه هم له وړاندې پلان شوې وه.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

