له پاکستانه په تازه ترلاسه شويو راپورونو کې ويل شوي، چې د دې هېواد د بلوچستان ايالت په کوټه ښار کې د يوې چاودنې له كبله ۱۹ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
له پاکستانه په تازه ترلاسه شويو راپورونو کې ويل شوي، چې د دې هېواد د بلوچستان ايالت په کوټه ښار کې د يوې چاودنې له كبله ۱۹ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
ځايي چارواکي وايي، چې دغه پېښه نن له غرمې وروسته هغه مهال سرياب روډ ته څېرمه رامنځته شوه، چې د ملېشه سرتېرو يو کاروان پر لاره روان و.
ويل كېږي دغه چاودنه په يوې ريکشې کې د ځای پر ځای شويو چاودېدونکو توکو د چاودنې له کبله رامنځته شوې، چې په ترڅ كې يې ۵ تنه وژل شوي او ۱۴ نور ټپيان دي.
چارواکي دغه راز وايي، چې په ژوبلو کسانو کې يو شمېر ملېشه سرتيري هم شامل دي.
د کوټې ښار د پوليسو مشر رسنيو ته ويلي، چې د بريد موخه د ملېشه سرتېرو موټر و، چې په چاودنه کې په بشپړ ډول دغه موټر سوځېدلی او د دې ترڅنګ درې ريکشې هم زيانمنې شوي.
د پېښې پړه پاكستاني طالبانو پرغاړه اخيستې، خو په اړه يې نور جزيات نه دي وركړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


