ads

د كار نړيوال سازمان: نړۍ کې کار موندنه ستونزمنه شوې

نن د مۍ لومړنۍ نېټه او د کاګرانو د یووالي نړیواله ورځ ده، په همدې مناسبت د کار نړیوال سازمان وايي، چې په نړۍ کې د کار موندنې حالت ستونزمن شوی او ښايي په نږدې راتلونکې کې دا وضعیت نور هم پراختیا ومومي. نن د مۍ لومړنۍ نېټه او د کاګرانو د یووالي نړیواله ورځ […]

نویسنده: TKG
12 غویی 1391
د كار نړيوال سازمان: نړۍ کې کار موندنه ستونزمنه شوې

نن د مۍ لومړنۍ نېټه او د کاګرانو د یووالي نړیواله ورځ ده، په همدې مناسبت د کار نړیوال سازمان وايي، چې په نړۍ کې د کار موندنې حالت ستونزمن شوی او ښايي په نږدې راتلونکې کې دا وضعیت نور هم پراختیا ومومي.

دا سازمان وايي، ښايي د نړیوال اقتصاد له دې سستې ودې او د کار بازار ته د ډېرو ځوانانو په ورتګ سره ، د بې روزګارۍ حالت نور هم بدتر شي.

د راپور پر اساس د ځوانانو بې روزګاري هم په پرمختللو هېوادونو او هم مخ پرودې هېوادونو کې د زیاتېدا په حال کې ده.

د کار نړیوال سازمان دا راپور داسې مهال خپرېږي، چې د اروپايي ټولنې دولتونه له اقتصادي ستونزو سره د مبارزې لپاره پتیلې چې دولتي لګښتونه خورا کم کړي.

د ویلو ده، چې د مۍ لومړۍ نېټه هر کال د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې د کارګرانو د یووالي نړیوالې ورځې په نامه لمانځل کېږي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA