پر پاکستان د امریکايي بې پیلوټه الوتکو د بریدونو بندولو د غوښتنې په ځواب کې امریکا ویلي، چې دا بریدونه اړین او له ترهګرۍ سره جګړه کې مرستندویه دي.
پر پاکستان د امریکايي بې پیلوټه الوتکو د بریدونو بندولو د غوښتنې په ځواب کې امریکا ویلي، چې دا بریدونه اړین او له ترهګرۍ سره جګړه کې مرستندویه دي.
له ترهګرۍ سره په جګړه کې د امریکايي جمهور رئيس بارک اوباما سلاکار جان برینن وايي، چې د پاکستان پر قبایلي سیمو د بې پیلوټه الوتکو بریدونه د قانون په چوکاټ کې کېږي.
په دې وروستیو کې د بې پیلوټه الوتکو د بریدونو پر سر د امریکا او پاکستان تر منځ اړیکې ترینګلې شوي دي.
امریکايي سلاکار جان برینن همداراز زیاته کړه، چې په ایبټ اباد کې د اسامه بن لادن له کوره ترلاسه شوي سندونه به هم د دې اونۍ په پای کې په ډاګه کړي.
ویل کېږي، چې په دغو سندونو کې له خپلو ملګرو سره د اسامه بن لادن د اړیکو یادښت او د نوموړي په لاس لیکل شوې ډایري هم شته.
اسامه بن لادن د تیرې مۍ میاشتې په دویمه نیټه په ایبټ اباد کې د امریکايي ځانګړو ځواکونو لخوا ووژل شو.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

