د لغمان چارواکي په دې ولايت کې د برېښنا د لېږد د ښاري شبکې د جوړېدو خبر ورکوي او وايي، چې له لارې به يې څلور زره کورنيو ته برېښنا ووېشل شي.
د لغمان چارواکي په دې ولايت کې د برېښنا د لېږد د ښاري شبکې د جوړېدو خبر ورکوي او وايي، چې له لارې به يې څلور زره کورنيو ته برېښنا ووېشل شي.
د دې ولايت د والي وياند سرحدي ځواک کليد سره خبرو کې وويل، چې د برېښنا د لېږد دا پروژه، چې د لغمان او ننګرهار ولايتونو لپاره ده ټوليز لګښت يې ٢٣ ميلونه امريکايي ډالره دى او د نړيوال بانک له لورې ورکول کېږي.
ځواك زياته كړه، د نغلو برېښنا کوټ رالېږدونکې بريښنا ټوله ٣٢ ميکاواټه ده، چې نيمايي برخه يې لغمان او همدومره يې ننګرهار ولايت ته بېله شوې ده.
ده زياته كړه، چې په لومړي پړاو کې له دې برېښنا څخه اته ميګاواټه ننګرهار او څلور ميکاواټه لغمان ته انتقالېږي، چې څلور زره کورنۍ به ترې برخمنې شي.
د ځواک په وينا، د دې شبکې پرمټ به په لومړي ځل په لغمان کې خلکو ته د اوبو دولتي برېښنا ورکړل شي.
ده وويل، په لومړي پړاو کې څلور ميګاواټه برېښنا به په مركز مهترلام کې د خلکو کورونه رڼا کړي او په وروستيو کې به له نغلو برېښناکوټ څخه د لغمان په برخه شوي برېښنا ولسواليو ته هم مزي وغځوي.
له نغلو برېښنا کوټ څخه د لېږدونکې برېښنا لپاره د لغمان په شان څه موده وړاندې په ننګرهار کې هم يوه ښاري شبکه پرانيستل شوې ده، خو د دې برېښنا په برخه کې د چارواکو له ډېرو شويو ژمنو خلک ناخوښه دي او وايي، چې د اړتيا په نظر کې نيولو سره يې کارونه په چټکۍ نه ترسره کېږي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

