د امريکا د بې پيلوټه الوتکو د بريدونو د نه بندولو له امله پاکستان ښايي د شيکاګو په غونډه کې له ګډونه پرېکون اعلان کړي. د نشنل ټريبون ورځپاڼې د يوه رپورټ له مخې يوه لوړ پوړي پاکستاني چارواکي ويلي، چې پاکستان امريکا ته د دغو بريدونو د بندولو لپاره ډېر پيغامونه استولي،
د امريکا د بې پيلوټه الوتکو د بريدونو د نه بندولو له امله پاکستان ښايي د شيکاګو په غونډه کې له ګډونه پرېکون اعلان کړي.
د نشنل ټريبون ورځپاڼې د يوه رپورټ له مخې يوه لوړ پوړي پاکستاني چارواکي ويلي، چې پاکستان امريکا ته د دغو بريدونو د بندولو لپاره ډېر پيغامونه استولي، چې يو يې د شيکاګو په کنفرانس کې د نه ګډون موضوع ده.
د پاکستان حکومت د بې پيلوټه الوتکو د بريدونو د بنديز وړانديز وروسته له هغې وکړ، چې تېر کال په خيبرايجنسۍ کې د يوه بريد پر مهال ۲۵ پاکستاني سرتيري ووژل شول.
هغه مهال د پاکستان حکومت د اعتراض په توګه د افغانستان په اړه د جرمني د بن په نړيوال کنفرانس کې ګډون ونکړ.
دا ځل د شيکاګو کنفرانس، چې په راتلونکې مياشت کې جوړېږي پکې پر نورو سيميزو مسايلو سربېره په افغانستان کې د ناټو ماموريت پر څرنګوالي او افغان دولت سره د نړيوالو د مرستو په اړه هم خبرې اترې کېږي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


