د لغمان په مرګز مهترلام کې د څوارلس کليومتره اوږد پخواني کانال د بيارغونې چارې پيل شوې، چې چارواکي وايي د اوبو او برېښنا وزارت په دوه پنځوس مليونه افغانۍ لګښت جوړېږي.
د لغمان په مرګز مهترلام کې د څوارلس کليومتره اوږد پخواني کانال د بيارغونې چارې پيل شوې، چې چارواکي وايي د اوبو او برېښنا وزارت په دوه پنځوس مليونه افغانۍ لګښت جوړېږي.
د دې ولايت د والي وياند سرحدي ځواک کليد سره خبرو کې وويل، چې په مركز مهترلام کې د بابا صيب پخوانى کانال څوارلس کيلومتره اوږدوالى او څلور متره سور لري.
ده زياته كړه، چې د کانال د بيارغونې په پروژه کې به د بابا صيب کانال په اوږدو کې ټولې زيانمنې شوې برخي او پولګوټي په اساسي ډول ورغول شي.
د ځواك په وينا، د دې کانال په اساسي رغونې سره به ٧٥٠ جريبه اضافي هغه ځمکه هم د کرنې وړ وګرځي، چې په خبره يې پخوايې هېڅ ډول اوبو ته لاسرسى نه درلود.
نوموړي زياته كړه، د بابا صيب کانال د عليشنک له سينده سرچينه اخلي او د مركز په ګنجوړ سيمه کې څلور زره جريبه ځمکه خړوبوي.
د لغمان د کرنې چارواکي ياده پروژه په کرنيزه برخه کې مهمه ګڼي او وايي، د کانال په اساسي رغونې سره به د کروندګرو د اوبو ستونزه هواره او په کرنيزو توليداتو کې به يې د پام وړ ښه والى راشي.
په لغمان کې د دې کانال د بيارغونې کار داسې مهال پيلېږي، چې تېره اونۍ د دې ولايت په الينګار ولسوالۍ کې بيا د ٧ کيلومترو په اوږدوالي د نيازيو کانال ترجوړېدو وروسته ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


