ads

د امريكايي پادري لخوا د قرانكريم سوځولو پېښه پارونكې ده

ایران حکومت د امریکايي پادري تیري جونز لخوا د قرانکریم د سوځولو پېښه پارونکې بللې او له امریکا څخه یی غوښتي چې بخښنه وغواړي. د ایران د بهرنیو چارو وزارت نن د دوشنبې په ورځ په یوه اعلاميه کې ویلي، چې نړیواله ټولنه له امریکا څخه د دغې پېښې د عاملينو د نیولو او بخښنې […]

نویسنده: TKG
11 غویی 1391

ایران حکومت د امریکايي پادري تیري جونز لخوا د قرانکریم د سوځولو پېښه پارونکې بللې او له امریکا څخه یی غوښتي چې بخښنه وغواړي. د ایران د بهرنیو چارو وزارت نن د دوشنبې په ورځ په یوه اعلاميه کې ویلي، چې نړیواله ټولنه له امریکا څخه د دغې پېښې د عاملينو د نیولو او بخښنې غوښتلو په انتظار کې ده.

ایران حکومت د امریکايي پادري تیري جونز لخوا د قرانکریم د سوځولو پېښه پارونکې بللې او له امریکا څخه یی غوښتي چې بخښنه وغواړي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت نن د دوشنبې په ورځ په یوه اعلاميه کې ویلي، چې نړیواله ټولنه له امریکا څخه د دغې پېښې د عاملينو د نیولو او بخښنې غوښتلو په انتظار کې ده.

پرون د یکشنبې په ورځ داسې راپورونه خپاره شول، چې امریکايي پادري تیري جونز یو جلد قرانکریم ته اور ورته کړی.

نوموړي پادري تېر کال د سپمټبر د پېښې د کلیزې په مناسبت هم د قرانکریم د سوځولو ګواښ کړی و، خو هغه مهال د امریکايي حکومت لخوا منع شو.

دا ځل امریکايي پادري تیري جونز د خپل دې عمل دلیل د ایراني حکومت لخوا د یوه ایراني پادري «یوسف ندرخاني» نیول کېدل یادوي.

نوموړی په ۲۰۰۹ کال کې د ایراني حکومت لخوا نیول شوی او تر دې دمه په زندان کې دی.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA