ads

امريكايي پادري د ايراني پادري د نيول كېدو پر ضد قرانكريم وسوځاوه

د امريکا د دفاع وزارت له غوښتنې سره سره په فلوريدا ايالت کې يوه عيسوي پادري د قران سوځونې پرواګرام پلی کړی دی. ده ویلي، چې د ایراني پادري یوسف ندرخاني د نیونې په غبرګون کې یې قران سوځولی دی. د امريکا د دفاع وزارت له غوښتنې سره سره په فلوريدا ايالت کې يوه عيسوي […]

نویسنده: TKG
10 غویی 1391
امريكايي پادري د ايراني پادري د نيول كېدو پر ضد قرانكريم وسوځاوه

د امريکا د دفاع وزارت له غوښتنې سره سره په فلوريدا ايالت کې يوه عيسوي پادري د قران سوځونې پرواګرام پلی کړی دی. ده ویلي، چې د ایراني پادري یوسف ندرخاني د نیونې په غبرګون کې یې قران سوځولی دی.

د امريکا د دفاع وزارت له غوښتنې سره سره په فلوريدا ايالت کې يوه عيسوي پادري د قران سوځونې پرواګرام پلی کړی دی .

ده ویلي، چې د ایراني پادري یوسف ندرخاني د نیونې په غبرګون کې یې قران سوځولی دی.

امريکايي پادري تېري جونز مخکې له دې، چې یو ټوک قرانکريم وسوځوي د يوې بيانيې په لوستلو سره يې په ايران کې د يوسف ندرخاني د خلاصون غوښتنه وکړه.

د قران سوځونې تصويرونه په ژوندۍ بڼه په انټرنيټ خپرېدل.

تر دې وړاندې د امريکا دفاع وزارت له جونز څخه غوښتي وو، چې د دې ګام د پايلو په نظر کې نيولو سره دې د قران سوځونې له پرېکړې تېر شي.

د تېر کال په مارچ مياشت کې د امريکايي پادري تيري جونز لخوا د ورته ګام له امله په افغانستان کې پراخ اعتراضونه راټوکېدلي وو .

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA