د پاکستان سترې محکمې د دې هېواد لومړی وزير سيد يوسف رضا ګيلاني سويس حکومت ته د جمهور رئيس اصف علي زرداري د بډو د دوسيې دبيا پرانېستلو په اړه د ليک نه استولو له امله په رسمي توګه تورن وپېژندلو.
د پاکستان سترې محکمې د دې هېواد لومړی وزير سيد يوسف رضا ګيلاني سويس حکومت ته د جمهور رئيس اصف علي زرداري د بډو د دوسيې دبيا پرانېستلو په اړه د ليک نه استولو له امله په رسمي توګه تورن وپېژندلو.
ځايي رسنۍ وايي، چې ګيلاني نن سهار د دې هېواد سترې محکمې ته د ځان د سپيناوي په موخه حاضر شو، چې د محکمې د يوه ۷ کسيزه پلاوي له لورې د بډو اخيستلو په اړه سويس دولت ته د دې هېواد د جمهور رئيس په اړه د ليک د نه استولو په تور مجرم وپېژندل شو، خو ګيلاني کولی شي، چې د استيناف غوښتنه وکړي .
تراوسه څرګنده نه ده، چې نوموړی به له خپلې دندې استعفا ورکړي او کنه ؟ خو مخکې يې له رسنيو سره په مرکه کې ويلي وو، چې که تورن وپېژندل شي، نو استعفا به ورکړي.
له دې سره ګيلاني په پارلمان کې خپله څوکۍ هم له لاس ورکړې ده.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


