د بلخ ولایت د مزار شریف ښار اړوند د اتفاق لېسې د نوې ودانۍ بنسټ ډبره كېښودل شوه. پوهنې وزارت څخه كليد ته په راستول شوې خبرپاڼې كې راغلي چې ، دغه ودانۍ د جاپان سفارت ۱۰۶ زره امريكايي ډالرو په مالي لګښت په پاخه او
د بلخ ولایت د مزار شریف ښار اړوند د اتفاق لېسې د نوې ودانۍ بنسټ ډبره كېښودل شوه.
پوهنې وزارت څخه كليد ته په راستول شوې خبرپاڼې كې راغلي چې ، دغه ودانۍ د جاپان سفارت ۱۰۶ زره امريكايي ډالرو په مالي لګښت په پاخه او اساسي ډول جوړېږي، چې د جوړېدو چارې به يې په راتلونكي يوه كال كې بشپړې شي.
خبرپاڼې زياته كړې، چې ياده ودانۍ په یوه پوړیز كې جوړېږي، چې ۸ درسي او ۴ اداری خونې او نور ي آسانتیاوې به و لري.
د یاده ونې وړ ده، چې اوس مهال په نوموړي ښوونځي كې۱۷۰۰ تنه هلکان او نجونۍ په زده کړو بوخت دي، چې د زده کړې چارې یې د ۴۰ تنو استادانو لخوا پر مخ بیول کېږی.
د يوه بل خبر له مخې يادې سرچينې د پروان ولایت د شینوارو ولسوالۍ د نعمانی استر شهر د لېسې نوې ودانۍ د جوړېدو خبر وركړ.
خبرپاڼې زياته كړې، چې دغه ودانۍ په پاخه او اساسي ډول په یو پوړيز ډول د ۸۰ زرو امریکایی ډالرو په مجموعي لګښت جوړېږي په راتلونكو نه مياشتو كې به يې چارې بشپړې شي.
د سرچينې په وينا، ياده ودانۍ د پوهنې د کیفیت د لوړولو برنامی(ایکویپ) لخوا جوړیږی، چې ۸ درسي او ۴ اداری خونې، د پاكو اوبو څاه، ۵ تشنابونه، د زده کوونکو لپاره ۱۶۰ پایی میز او څوکۍ او نور اړين توكي لري.
د یاده ونې وړ ده، چې اوس مهال په نوموړي ښوونځي كې ۱۱۷۴ تنه زده کوونکي په زده کړه بوخت دې، چې د یادې ودانۍ په جوړولو سره به د زده كوونكو د سرپنا او د ټولګيو د كمښت ستونزه حل شي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


