ايران ټېنګار کړی، چې د ابوموسی ټاپو د دغه هېواد يوه برخه ده او د خپلۍ ځمکنۍ بشپړتيا لپاره بحث د مذاکرې وړ نه ګڼي. دوی پر ورته وخت کې دا هم وايي، چې له متحده عربي اماراتو سره د ناسم پوهاوي او د اړيکو د پراختيا پر نويو لارو چارو مذاکراتو ته چمتو دی.
ايران ټېنګار کړی، چې د ابوموسی ټاپو د دغه هېواد يوه برخه ده او د خپلۍ ځمکنۍ بشپړتيا لپاره بحث د مذاکرې وړ نه ګڼي.
دوی پر ورته وخت کې دا هم وايي، چې له متحده عربي اماراتو سره د ناسم پوهاوي او د اړيکو د پراختيا پر نويو لارو چارو مذاکراتو ته چمتو دی.
د ايران د بهرنيو چارو وزارت وياند رامين مهمانپرست ويلي، چې د دغو مذاکراتو د پيلولو لپاره خپل استازی هم وټاکي.
د ابو موسی ټاپو په اړه د متحده عربي اماراتو او ايران تر منځ دا ناندرۍ وروسته تر هغې بيا راپورته شوې، چې څه موده وړاندې د ايران جمهور رئيس محمود احمدي نژاد له دې ټاپو څخه لېدنه وکړه.
دواړه هېوادونه د ابوموسي ټاپو د ملکيت دعوه لري.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

