ads

لاهور كې چاودنې ۴۲ تنو ته مرګ ژوبله واړوله

تېره شپه په سيمه ييز وخت ۶ بجې او ۴۰ دقيقې د پاکستان د لاهور ښار د اورګاډي په تم ځای کې يوه درنه چاودنه وشوه، چې له امله يې  لږ تر لږه ۲ کسان ووژل شول او تر ۴۰ زيات ټپيان شول. تېره شپه په سيمه ييز وخت ۶ بجې او ۴۰ دقيقې د […]

نویسنده: TKG
6 غویی 1391
لاهور كې چاودنې ۴۲ تنو ته مرګ ژوبله واړوله

تېره شپه په سيمه ييز وخت ۶ بجې او ۴۰ دقيقې د پاکستان د لاهور ښار د اورګاډي په تم ځای کې يوه درنه چاودنه وشوه، چې له امله يې  لږ تر لږه ۲ کسان ووژل شول او تر ۴۰ زيات ټپيان شول.

تېره شپه په سيمه ييز وخت ۶ بجې او ۴۰ دقيقې د پاکستان د لاهور ښار د اورګاډي په تم ځای کې يوه درنه چاودنه وشوه، چې له امله يې  لږ تر لږه ۲ کسان ووژل شول او تر ۴۰ زيات ټپيان شول.

ځايي پوليسو رسنيو ته ويلي، چې چاودېدونکي توکي په يوه بکس کې ځای پر ځای شوي‌ وو او په داسې وخت کې ورته چاودنه ورکړل شوه، چې هلته د ښځو او ماشومان په ګډون د خلکو ګڼه ګوڼه وه .

ځايي روغتياي چارواكي، په ټپيانو کې د ۷ هغو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ بللی دى.

د لاهور د پرونۍ چاودنې مسئوليت د بلوچستان د دازادۍ غوښتونکو ډلې پر غاړه اخيستی او له دغه مسئوليت اخيستو سره سم يې ګواښ کړی، چې ورته نورې چاودنې به هم کوي، چې موخه به يې د پاکستان پلازمېنه اسلام اباد او دغه راز راولپينډۍ ښار وي.

د يادونې وړه ده، چې د بلوچستان آزادۍ غوښتونکي غورځنګ د لاهور چاودنه د خپلو وژل شويو بلوچانو غچ اخيستنه بللې.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA