د امريکا جمهوري رياست ټاکنو ته مخکښ کانديد ميت رامني وايي، چې دی به په راتلونکو ټاکنو کې اوسني جمهور رئيس بارک اوباما ته ماتې ورکوي او نوموړی به له سپينې ماڼۍ څخه وباسي.
د امريکا جمهوري رياست ټاکنو ته مخکښ کانديد ميت رامني وايي، چې دی به په راتلونکو ټاکنو کې اوسني جمهور رئيس بارک اوباما ته ماتې ورکوي او نوموړی به له سپينې ماڼۍ څخه وباسي.
ميت رامني، چې د متحده ايالاتو په پنځو شمال ختيزو ايالتونو کې د جمهوري غوښتونکي ګوند تر لومړنيو ټاکنو وروسته پرون د سه شنبې په ورځ بريالی شو، اعلان يیې وکړ، چې له نن شپې د امريکا لپاره يوه نوې دوره پيلېږي.
نوموړي په نيو همپشاير ايالت کې په خپله وينا کې د بارک اوباما پر سياستونو سختې نيوکې وکړې او ويې ويل، چې امريکا د خپل عظمت بيا ژوندي کولو لپاره يوه نوي مسير ته اړتيا لري.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


