كلالي په پښتني دود، كلتور او ژوند پورې تړلى يو داسې هنر او كسب دى چې له زړونو راوروسته ان په ټپو او پښتني متلونو كې ځانګړى ځاى لري، پښتنې مستې جونې خپل منګي له كسته مات كړي او بيا بې پروا وايي:
كلالي په پښتني دود، كلتور او ژوند پورې تړلى يو داسې هنر او كسب دى چې له زړونو راوروسته ان په ټپو او پښتني متلونو كې ځانګړى ځاى لري، پښتنې مستې جونې خپل منګي له كسته مات كړي او بيا بې پروا وايي:
منګى كه مات شي باك يې نشته
يار مې كلال دى راته بل به جوړوينه
خو پښتانه سپين روبي او هوښياران بيا د نصيحت په ډول سرشوخه ځوانانو ته متل كوي چې زما زويه! كلاله وكړه خو خپله سياله وكړه.
كلالي كه په پخوا زمانه كې كسب ګڼل كېده خو اوس ورته په دې پرمختللې او ماشيني زمانه كې د يو عالي هنر په سترګه ليدل كېږي.
خو اوس چې کلالي په هنر اوښتې، پوهان وايي چې هنر مرګ نه لري، مګر د وركېدو وېره يې وي، همدا وېره ده چې د كندهار كلالانو د دغه ولايت په اطلاعاتو او كلتور رياست غږ كړى چې د دوى د هنر او صنعت د وركېدو مخه دې ونيسي.
كلونه مخكې په كندهار ښار كې د كلالانو لسګونه داسې داشونه وو چې هلته به خاورين لوښي جوړېدل، خو اوس د دغه ښار جنوب ډډې، د حاجي عرب سيمې ته نږدې د سړک پر غاړه يوازې شل داشونه پاتې دي چې د اړتيا وړ خاورين لوښي په كې جوړېږي.
د دغه ځاى له پاتې كلالانو سره دا وېره ده چې د كندهار ښار له پراختيا سره به د دوى پاتې کار و بار هم په ټپه ودرېږي.
د دوى له ډلې څخه يو تن نظرمحمد كلال دى چې له خپل ورور ګل محمد سره يو ځاى په خپل زاړه دوكان كې قسم قسم خاورين لوښي جوړوي، دا دواړه وروڼه له خپل كسب نه خوشاله دي خو خپل زوړ او نړېدلى دوكان له دې وېرې نه جوړوي چې هسې نه دوى دوكان جوړ كړي او بيا يې چارواكي ترې وشړي.
نظر محمد وايي: (( کوچني کوچني ځايونه مو په ډېره کرايه نيولي دي، خو دولت مو دلته كار ته نه پرېږدي، دوى دې لږ تر لږه يو ښه ځاى موږ ته وټاکي چي هلته ځان ته د کلالۍ دوکانونه جوړ كړو.))
د ده خبره ګل محمد هم تاييد كړه او ويې ويل: (( حكومت موږ ته وايي چې له دې ځايه لاړ شئ. موږ به نو چېرته ولاړ شو؟!))
د دغه ځاى ډېرى كلالان له دولت نه همدا ګيله كوي چې د دوى ستونزې اوارول خو لرې خبره ده، بلكې كارونو ته يې هم په سړه سينه نه پرېږدي.
د کندهار پوهنتون استاد حيات الله رفيقي هم نيوكه كوي چې په کندهار کې د کلالۍ کسب تر څنګ نور لاسي صنعتونه هم د دولت د نه پاملرنې له کبله ډېر پيکه شوي دي.
د نوموړي په خبره چې اطلاعات او کلتور رياست بايد کلالان او د دوى هنر وروزي څو دغه خلك خپل هنر په نوي او عصري ډول بازار ته وړاندې كړي: (( د كندهار پاتې لاسي صنعتونه بايد تقويه شي، يو منظمه بڼه دې ورکول شي، څو د له منځه تلو مخه يې ونيول شي.))
خو د كندهار ولايت د اطلاعاتو او كلتور رئيس عبدالقديم پتيال كه څه هم دغه ټولې ستونزې مني، خو په وينا يې د كلالانو د ځاى خبره د تشويش وړ نه ده او وايي چې د ښار د پراخوالي په صورت كې به كلالانو ته په دامان ولسوالۍ كې ځاى وركړي: (( زه فکر نه کوم چي دا ستونزه دې د دوى پر کسب اغېز وکړي. موږ په دې اړه مشورې کړې، د دامان ولسوالۍ په ساحه كې كه خاوره د دغه لوښو لپاره جوړه او مناسبه وه، نو کېداى شي دغه کلالان هلته انتقال شي.))
د يادولو ده چي کلالي زموږ په هېواد کي ډېر اوږد تاريخ لري او د ځينو تاريخ پوهانو په وينا د دغه هنر لرغونوالى ان د اريايانو تر زمانې رسيږي.
دغه کسب يو ځانګړى کلتوري ارزښت هم لري چې زموږ د تاريخي آثارو ډېره برخه هم د كلالانو هغه خاورين لوښي جوړوي چي د کېندنو پر مهال پيدا شوي دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

