ads

جلال اباد كې د اوبو د لېږد نوې شبكه ګټې اخيستنې ته وړاندې شوه

په جلال اباد ښارکې د يو اعشاريه اته ميلونه امريکايي ډالرو په ارزښت د اوبو د لېږد يوه شبکه نن تر جوړېدو وروسته ګټي اخيستي ته وسپارل شوه. د دې ولايت د اوبو رسولو ادارې رئيس پرويز عليشکي، خبريالانو ته وويل، چې ياده پروژه د جاپان هېواد په مالي مرسته د درېيو کالو په موده […]

نویسنده: TKG
6 غویی 1391
جلال اباد كې د اوبو د لېږد نوې شبكه ګټې اخيستنې ته وړاندې شوه

په جلال اباد ښارکې د يو اعشاريه اته ميلونه امريکايي ډالرو په ارزښت د اوبو د لېږد يوه شبکه نن تر جوړېدو وروسته ګټي اخيستي ته وسپارل شوه. د دې ولايت د اوبو رسولو ادارې رئيس پرويز عليشکي، خبريالانو ته وويل، چې ياده پروژه د جاپان هېواد په مالي مرسته د درېيو کالو په موده کې بشپړه شوې

 

 

په جلال اباد ښارکې د يو اعشاريه اته ميلونه امريکايي ډالرو په ارزښت د اوبو د لېږد يوه شبکه نن تر جوړېدو وروسته ګټي اخيستي ته وسپارل شوه.

د دې ولايت د اوبو رسولو ادارې رئيس پرويز عليشنګي، خبريالانو ته وويل، چې ياده پروژه د جاپان هېواد په مالي مرسته د درېيو کالو په موده کې بشپړه شوې ده.

ده زياته كړه، چې يادې پروژې لپاره يوه اداري خونه، د پنځه زره متره مکعب په ظرفيت د اوبو دوه سترې زېرمې، د درېيو څاګانو بيارغونه، برقي سيستم او د اوبو ليږدولو منظم پيپونه ترکارلاندي نيول شوي، چې په وينايې د اوبو شته پخوانۍ شبکه به پياوړې کړي.

د اوبو رسولو دا چاراکى، چې دوى ته د بوديجې پرنشتوالي اندېښنه ښيي وايي، چې په ټول ننګرهار کې اويا سلنه خلک د څښاک له پاکو اوبو بې برخې دي.

د يو، این، هبيتات موسسې، چې د اوبو رسولو د يادي پروژې تخنيکي چارې يې ترسره کړي د دې ادارې مشر ډاکټر نعمت الله رحيمي کليد سره خبرو کې وويل، چې د بريښنا نشتوالى د ستونزې په نظر کې نيولو سره يې جوړې شوې شبکې يې ته د ٢٥٠ کيلو واټه بريښنا جنراتور هم ورکړي .

د ده په وينا، د دې شبکې ټولې چارې په اساسي توګه بشپړي شوي چې په خبره يې دوي ګټې اخيستو څخه دمخه پلټلې دي.

په ورته وخت کې د جلال اباد ډېرى ښاريان هم د دې شبکي پرجوړېدو خوښي ښيي او وايي، چې تراوږده ځنډ وروسته به يې کورونو ته د اوبو په غځېدلو نلونو کې د څښاک اوبه پرېښودل شي.

د اوومې ويالي او نارنج باغ سيمو اوسېدونکي وايي، له يوه کال څخه ډېره موده وشوه، چې د اوبو له نشتوالي سره مخ وو، خو وايي، خوښ دي، چې د ستونزو د حل لپاره يې اوس کار شوى دى.

د ويلو ده، چې په ننګرهار کې د اوبو رسولو ادارې داسې مهال دا شبکه ترکار لاندې نيولې، چې ترې دمخه د جلال اباد په ډېرو سيمو کې خلک د څښاک له پاکو اوبو بې برخې وو او له امله يې د ډول ډول ناروغيو سره مخ شوي وو.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA