ads

لغمان كې اوه كيلومتره كانال جوړ شو

د لغمان په الينکار ولسوالۍ کې د ايډيانيو په مالي لګښت اوه کيلومتره اوږدکانال تر جوړېدو وروسته پرون ګټي اخيستنې ته وسپارل شو. د دې ولايت د والي وياند سرحدي ځواک کليد سره خبرو کې وويل، چې د نيازينو په نوم ياد کانال اوه کيلومتره اوږدوالى او څلور متره سور لري، چې په وينايې د […]

نویسنده: TKG
5 غویی 1391
لغمان كې اوه كيلومتره كانال جوړ شو

د لغمان په الينکار ولسوالۍ کې د ايډيانيو په مالي لګښت اوه کيلومتره اوږدکانال تر جوړېدو وروسته پرون ګټي اخيستنې ته وسپارل شو. د دې ولايت د والي وياند سرحدي ځواک کليد سره خبرو کې وويل، چې د نيازينو په نوم ياد کانال اوه کيلومتره اوږدوالى او څلور متره سور لري، چې په وينايې

د لغمان په الينکار ولسوالۍ کې د ايډيانيو په مالي لګښت اوه کيلومتره اوږدکانال تر جوړېدو وروسته پرون ګټي اخيستنې ته وسپارل شو.

د دې ولايت د والي وياند سرحدي ځواک کليد سره خبرو کې وويل، چې د نيازينو په نوم ياد کانال اوه کيلومتره اوږدوالى او څلور متره سور لري، چې په وينايې د پنځه زرو   په شمېر کورنۍ به ترې د خپلو ځمکو د خړوبولو لپاره کټه واخلي.

نوموړي زياته كړه، پرکانال ټول دوه سوه شپېته زره امريکايي ډالره لګښت راغلى او د جوړېدو کار يې د نهو مياشتو په موده کې بشپړ شوى دى.

د ځواک په وينا، د نيازنيو کانال د اوسني اساسي رغونې سره اوس هغه زر جريبه ځمکه هم د کرنې وړ وګرځېده، چې پخوا تردې د اوبو د نشتوالي له امله شاړه پرته وه.

ده زياته كړه، تردې رغونې وړاندې ياد کانال يواځې د دوه زره جريبه ځمکې د خړوبولو توان درلود، خو اوس يې ډېرى کروندګر د خپلو کښتونو لپاره له اوبو څخه برخمن شول.

د لغمان د کرنې چارواکي وايي، د دې کانال په جوړېدو سره به د سيمې کرنيزې ځمکې ابادې او د کرنيزو لوړو توليداتو له امله به د کروندګرو اقتصاد هم پياوړى شي.

بايد وويل شي، چې تردې وړاندې د لغمان په قرغيو ولسوالۍ کې هم د کروندګرو د ستونزو د حل په موخه د يوه کانال د جوړېدو چارې بشپړې شوې وې.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA