ads

فرانسه كې روانې ټاكنې دويم پړاو ته وغځېدې

په فرانسه کې جمهوري رياست لپاره تر پرونیو ټاکنو وروسته لومړنۍ پایلې ښيي، چې د سوسیالست ګوند مشر فرانسوا اولانډ ۲۸ او اوسني جمهور رئيس نیکولا سارکوزي  ۲۶ فيصده رایې ګټلي او ټاکنې دويم پړاو ته غځېدلې دي. په فرانسه کې جمهوري رياست لپاره تر پرونیو ټاکنو وروسته لومړنۍ پایلې ښيي، چې د سوسیالست ګوند […]

نویسنده: TKG
4 غویی 1391
فرانسه كې روانې ټاكنې دويم پړاو ته وغځېدې

په فرانسه کې جمهوري رياست لپاره تر پرونیو ټاکنو وروسته لومړنۍ پایلې ښيي، چې د سوسیالست ګوند مشر فرانسوا اولانډ ۲۸ او اوسني جمهور رئيس نیکولا سارکوزي  ۲۶ فيصده رایې ګټلي او ټاکنې دويم پړاو ته غځېدلې دي.

د فرانسې چارواکي وايي، چې په پرونیو ټاکنو کې ۸۰ فيصده د شرایطو وړ کسانو برخه واخیسته.

د فرانسې په لومړي پړاو ټاکنو کې ۱۰ کاندیدان ولاړ وو، چې له دې ډلې دوو تنو فرانسوا اولانډ او نیکولا سارکوزي د ډېرو رایو په ګټلو دویم پړاو ته لاره وموندله.

ټاکل شوې، چې دویم پړاو ټاکنې د راتلونکې می میاشتې په شپږمه نیټه ترسره شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA