د خوست ولایت د اطلاعاتو او کولتور ریاست لپاره د نوې جوړېدونکې ودانۍ د بنسټ ډبره كېښودل شوه. د خوست والي عبدالجبار نعیمي نن د بنسټ ډبرې د اېښودو پرمهال خبریالانوته وویل، چې د دې ودانۍ په جوړېدو سره به یې ډېری هغه ستونزې هوارې شي، چې له دې وړاندې یې لرلې.
د خوست ولایت د اطلاعاتو او کولتور ریاست لپاره د نوې جوړېدونکې ودانۍ د بنسټ ډبره كېښودل شوه.
د خوست والي عبدالجبار نعیمي نن د بنسټ ډبرې د اېښودو پرمهال خبریالانوته وویل، چې د دې ودانۍ په جوړېدو سره به یې ډېری هغه ستونزې هوارې شي، چې له دې وړاندې یې لرلې.
نوموړي زياته كړه، پردې ودانۍ نیږدې اوه ملیونه افغانۍ لګښت راځي او د جوړېدو چارې به يې په راتلونكو څلورو مياشتو كې بشپړې شي.
د نعيمي په وينا، دغه ودانۍ په یوه پوړ كې په پاخه او اساسي توګه جوړې، چې د يوه تلار سربېره به به لس خونې او نور اړوند ځایونه ولري.
د خوست د اطلاعاتو او کولتور رئیس محمد امین شاه الفت کلید ته وویل، چې دوی اوس مهال له ډېرو ستونزو سره مخ دي.
الفت د دې ودانۍ په جوړېدو خوښي ښکاره کړه او ويي ویل، چې په دې سره به یې ډیری هغه ستونزې هوارې شي، چې داوخت ورسره مخ دي.
د خوست د اطلاعاتو او کو لتور پخواني رئیس الحاج عبدالکریم پتنګ په خپلو خبرو کې د دې ودانۍ جوړېدل ګټور وبلل، خو ترڅنګ یې له خوست ځايي چارواکو غوښتنه وکړه، چې په دې ریاست کې شته دولتي چاپ خانه فعاله کړي، چې د ځايي چارواكو لخوا يې د فعاليدو ژمنه وشوه.
ده زياته كړه، د دې چاپ خونې هرڅه شته، خو یوازې د مسلکي کارکوونکو او ځای نشتوالي سره مخ دي.
د یادونې وړ ده، چې له دې وړاندې هم خوست مېشتو په خوست کې د دولتي چاپ خانې د فعالېدو غوښتنه کړي وه، خو ځايي چارواكو يې تراوسه غوښتنې ته مثبت ځواب نه و وركړى.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


