ads

ګردېز کې د يوه روغتيايي مرکز د جوړېدو چارې پيل شوې

د پکتيا په مرکز ګردېز کې د سرې مياشتې لخوا د شاوخوا پنځه مليونه افغانيو په لګښت د يوه روغتيايي مرکز د جوړېدو چارې پيل شوې. په پکتيا کې د سرې مياشتې رئيس ډاکتر بهادر ګل كليد ته وويل، چې دوى به د دې روغتيايي مرکز له لارې له خلکو سره بېړنۍ مرستې کوي او […]

نویسنده: TKG
2 غویی 1391
ګردېز کې د يوه روغتيايي مرکز د جوړېدو چارې پيل شوې

د پکتيا په مرکز ګردېز کې د سرې مياشتې لخوا د شاوخوا پنځه مليونه افغانيو په لګښت د يوه روغتيايي مرکز د جوړېدو چارې پيل شوې. په پکتيا کې د سرې مياشتې رئيس ډاکتر بهادر ګل كليد ته وويل، چې دوى به د دې روغتيايي مرکز له لارې له خلکو سره بېړنۍ مرستې کوي او خپلې

د پکتيا په مرکز ګردېز کې د سرې مياشتې لخوا د شاوخوا پنځه مليونه افغانيو په لګښت د يوه روغتيايي مرکز د جوړېدو چارې پيل شوې.

په پکتيا کې د سرې مياشتې رئيس ډاکتر بهادر ګل كليد ته وويل، چې دوى به د دې روغتيايي مرکز له لارې له خلکو سره بېړنۍ مرستې کوي او خپلې روغتيايي چارې به تر ډېره بريده له همدې مرکزه کنترولوي.

دی وايي، که څه هم روغتيايي مرکز د سرې مياشتې لخوا جوړېږي، خو د جوړېدو او امکاناتو په برخه کې يې د سره صليب او د روغتيا نړيوال فدراسيون لاسنيوی کوي.

نوموړي زياته كړه، دا کلينيک لس خونې لري، چې په دوه جرېبه ځمکه کې په يوه پوړ کې جوړېږي او روغتيايي امکانات به يې له جوړېدو ورسته مکمل شي.

دې روغتايي مركز ته ځانګړې شوې ځمكه ځايي خلكو له کوم مالي امتيازه پرته ورکړل شوې ده.

په پکتيا کې د سرې مياشتې لخوا په داسې حال کې د يوه روغتيايي مرکز د بنسټ ډبره اېښودل کېږي، چې په دې ولايت کې ولسي خلک له ګڼو روغتيايي ستونزو سره مخامخ دي.

د اړوندو ولايتي روغتيايي ادارو په وينا، پکتيا ته د مرکزي دولت لخوا د څلور سوه پنځوس زره نفوس روغتيايي امکاناتو سهم ورکول کېږي، حال دا، چې د دې ولايت اوسنی نفوص له يو اعشاريه دوه مليونه څخه اوښتی.

پاتې دې نه وي، چې په پکتيا کې دا وخت اته دېرش روغتيايي مرکزونه فعال دي، چې په ټوليز ډول پکې د خلکو روغتيايي ستونزو ته لاس رسی نه کېږي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA