ads

په ګمرکونو کې فساد چارواکي جنګوي

د ماليې وزير وايي(( هر څوك چې غواړي د رسنيو پام ځان ته واړوي، نو پر كمرګونو نيوكې پيل كړي)) خو له اداري فساد سره د مبارزې ادارې مشر بيا وايي چې په فساد كې د ككړو ادارو په ليست كې ((كمرګونه)) په سر كې راځي. د ماليې وزير وايي(( هر څوك چې غواړي د […]

نویسنده: TKG
2 غویی 1391
په ګمرکونو کې فساد چارواکي جنګوي

د ماليې وزير وايي(( هر څوك چې غواړي د رسنيو پام ځان ته واړوي، نو پر كمرګونو نيوكې پيل كړي)) خو له اداري فساد سره د مبارزې ادارې مشر بيا وايي چې په فساد كې د ككړو ادارو په ليست كې ((كمرګونه)) په سر كې راځي.

د ماليې وزير وايي(( هر څوك چې غواړي د رسنيو پام ځان ته واړوي، نو پر كمرګونو نيوكې پيل كړي)) خو له اداري فساد سره د مبارزې ادارې مشر بيا وايي چې په فساد كې د ككړو ادارو په ليست كې ((كمرګونه)) په سر كې راځي.

د ماليې وزير حضرت عمر زاخيلوال، څه موده وړاندې خبريالانو ته په يوه غونډه كې وويل: (( په دې وروستيو كې په ګمركونو نيوكې زياتې شوې دي، خو كمرګونه داسې نه دي.))

زاخيلوال د كمرګونو په اړه د فساد خبرې له واقعيته لرې بللې: (( د ګمركونو په اړه خبرې له حده ډېرې شوې دي، هرارګان او هرڅوك چې غواړي د رسنيو پام ځان ته واړوي، نو وايي، په دې ګمرك كې ۱۵ مليارده، په هغه ګمرك كې ۱۳ مليارده… افغانۍ وركې شوې دي.))

د ماليې وزير همدا راز ویلي چې د څارونكو ادارو زياتوالى يوه ننګونه ده چې په وينا يې فساد او رشوت ته لاره اواروي.

خو له اداري فساد سره د مبارزې ادارې مشر عزيزالله لودين وايي، هيڅوك له دې انكار نه شي كولاى چې په افغانستان كې اداري فساد اوج ته رسېدلى دی: (( په ځانګړې توګه دغه نمونه چې اخستل كيږي نو په سر كې يې ګمركونه دي.))

لودين همداراز زياته كړه چې ټول بايد لاسونه سره وركړي او د اداري فساد پرضد مبارزه وكړي: (( موږ بايد د نړيوالو دغه پيغور له ځانه لرې كړو چې وايي افغانستان د نړۍ تر ټولو فاسد هېواد دى.))

لودين  له كليد سره په خبرو كې زياته كړه چې كه د ماليې وزير دا ادعا كوي چې لودين په دې خبرو سره ځان مطرح كوي، دا سمه نه ده، بلكې دی هغه مسوولیت او دنده ترسره کوي چې قانون ورسپارلې ده.

له اداري فساد سره د مبارزې ادارې مشر وايي، د ماليې وزير د څارونكو ادارو په ډېروالي نيوكه كړې، د ده په وينا، هغه له اداري فساد سره د مبارزې عالي اداره نه ده ښودلې او ښايي هدف به يې نورې ادارې وې.

عزيزالله لودين هم دا مني چې د ورته ادارو زياتوالی خلكو ته ستونزې پيدا كوي، د خلكو وخت ضايع كوي او زياته بودجه غواړي.

لودین وايي چې د دې شمېر ادارو مخالف دى: (( د دې ادارو پرځاى دې يوه اداره پياوړې او ځواكمنه كړاى شي، څو د اداري فساد پرضد په ښه توګه مبارزه وكړاى شي.))

عزيزالله لودين زياته كړه: (( دا خبره چې د تشكيلاتو تورم د سرګردانۍ او د ستونزو علت كيږي، منم.  دا شكايت وړاندې تر دې څو ځله د جمهور رئيس له خوا وشو چې دغه موازي ادارې خلكو ته ستونزې پيدا كوي.))

د لودين په خبره د همدې لپاره د وزيرانو په شورا كې پرېکړه وشوه چې له دې وروسته دې د څارنې لپاره د څارنوالۍ پلاوى وزارتونو ته نه ځي.

له اداري فساد سره د مبارزې مشر زياتوي چې شاوخوا یوولس ادارې له اداري فساد سره د مبارزې په نامه  كار كوي: (( يوه يې مك نوميږي چې غړي يې درې كسه افغانان او درې تنه بهرنيان دي، همدارنګه په همدې هدف يې يوه اداره د ماليې په وزارت، بله يې د كورنيو چارو په وزارت، د پوهنې په وزارت او نورو كې رامنځته كړې دي.))

همدې ټکو ته په پام د ولسي جرګې غړی خليل احمد شهيد زاده وايي چې ډېر وخت په خپله له اداري فساد سره د مبارزې د څارونكو ادارو غړي د فساد سبب كېږي.

نوموړی زیاتوي: (( د اداري فساد بحث ډېر پراخه دى، ان تردې چې امكان لري اسناد وي چې ډېر شمېر څارنوالان او د څارنې او تفتيش ډېر غړي چې ولايتونو او نورو ادارو ته ځي په خپله دوى هم د فساد يو علت وي.))

هغه وايي، تر دې دمه له اداري فساد سره د مبارزې اداره په دې نه ده توانيدلې چې له دومره ادعاوو لږ تر لږه يوه دوسيه اثبات كړي او رسنيو او ملت ته يې وښيي: (( دوى يوازې ادعاوې كوي او د ثبوت لپاره يې څه نه لري.))

د يادولو وړ ده چې وړاندې تر دې له اداري فساد سره د مبارزې د ادارې مشرعزيزالله لودين ويلي وو چې د حيرتانو په ګمرك كې درې نيم مليارده افغانۍ او د تورخم په ګمرك كې شاوخوا اته نيم سوه مليونه افغانۍ وركې شوې دي.

هېره دې نه وي چې څه موده وړاندې د اداري فساد سره د مبارزې ادارې مشر د ولسي جرګې یو شمېر غړي هم په فساد تورن كړي وو.

دا په داسې حال كې ده چې افغانستان د نړۍ په كچه يو له هغو هېوادونو څخه دى چې د اداري فساد كچه په كې لوړه ده او نړيواله ټولنه هم كله ناكله په افغان چارواكو نيوكې كوي چې بايد د فساد پرضد كوټلي ګامونه اوچت كړي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA