ads

د ايران يوه سوداګريزه كمپنۍ او دوه وګړي د بنديزونو په لېست كې ورزيات شول

د ملګرو ملتو سازمان پرون د جمعې په ورځ نایجریا ته د وسلو د قاچاق په دلیل د بهینې په نامه د یوې ایرانۍ سوداګریزې کمپنۍ او دوو کسانو نومونه د بندیزونو په تور لېست کې ورزیات کړل. د ملګرو ملتو سازمان پرون د جمعې په ورځ نایجریا ته د وسلو د قاچاق په دلیل […]

نویسنده: TKG
2 غویی 1391
د ايران يوه سوداګريزه كمپنۍ او دوه وګړي د بنديزونو په لېست كې ورزيات شول

د ملګرو ملتو سازمان پرون د جمعې په ورځ نایجریا ته د وسلو د قاچاق په دلیل د بهینې په نامه د یوې ایرانۍ سوداګریزې کمپنۍ او دوو کسانو نومونه د بندیزونو په تور لېست کې ورزیات کړل.

د ملګرو ملتو سازمان پرون د جمعې په ورځ نایجریا ته د وسلو د قاچاق په دلیل د بهینې په نامه د یوې ایرانۍ سوداګریزې کمپنۍ او دوو کسانو نومونه د بندیزونو په تور لېست کې ورزیات کړل.

د ملګرو ملتو د بندیزونو کمېټې ویلي، چې یاد کسان د ایران سپاه قدس ډلې پورې اړه لري او حسین عظیم او علي اکبر طباطبایي نومیږي.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازې سوزان رایس په یوه اعلامیه کې له دې بندیزونو هرکلی کړی او ویلي يې دي، چې د سپاه قدس ډله له ایران څخه بهر په ګڼو ترهګریزو پېښو کې لاس لري.

نوموړي کسان تر دې وړاندې هم د نایجیریا یوې محکمې ته د چاودېدونکو توکو او وسلو د قاچاق په تور حاضر شوي وو.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA