ads

خوست کې د اوبو د بندونو جوړولو سروې پیل شوه

که د خوست د بهېدونکو اوبو پر سر بندونه جوړ شي، نو نه یواځې دا چې د ځمکو په خړبونه کې ترې استفاده شونې ده بلکې تر څنګ به یې د برېښنا استفاده هم ترې وشي. که د خوست د بهېدونکو اوبو پر سر بندونه جوړ شي، نو نه یواځې دا چې د ځمکو په […]

نویسنده: TKG
31 وری 1391

که د خوست د بهېدونکو اوبو پر سر بندونه جوړ شي، نو نه یواځې دا چې د ځمکو په خړبونه کې ترې استفاده شونې ده بلکې تر څنګ به یې د برېښنا استفاده هم ترې وشي.

که د خوست د بهېدونکو اوبو پر سر بندونه جوړ شي، نو نه یواځې دا چې د ځمکو په خړبونه کې ترې استفاده شونې ده بلکې تر څنګ به یې د برېښنا استفاده هم ترې وشي.

دا څرګندونې خوست ولایت ته د بندونو د سروې په موخه د اوبو او تنظیم ریاست راغلي پلاوي وكړې.

د دې پلاوي مشر انجینر ولید هویدا وویل، تر اوسه یې په دې ولایت کې له درېیو هغو سیمو لیدنه کړې، چې د سروې د بشپړېدو وروسته به ورباندې په عملي بڼه کار هم پیل شي.

راغلي پلاوي دا هم وویل، په یادو سیمو کې هغه لومړني ضرورتونه، چې د یوه بند د جوړېدو پر مهال اساسي ټکي دي هم موجود دي، د کافي اوبو موجودیت، د کرنیزو ځمکو شتوالی او په بند کې د مصرفېدونكو ډبرو او نورو توكو شتون.

له یاد پلاوي څخه د خوست والي عبدالجبار نعیمي په سروې کولو او د پروژو په تدبیق کې د چټک کار غوښتنه وکړه.

عبدالجبار نعیمي وویل، چې په تېرو لسو کلنو کې په خوست کې د ځینو راوانو اوبو پرسر د بندنو د جوړېدو خبرې ښکته پورته کېږي، خو تر دې دمه پرې عملي کار نه دی پیل شوی، چې دې کار د دولت او خلکو تر منځ د پروژو د پلي کولو په برخه کې بې باوري پیدا کړې.

د یادونې وړ ده، په خوست کې داسې ډېر خړونه شته، چې بهېدونکې اوبه لري او اوس مهال ترې په ډېره کمه اندازه د خوست د ننه د ځمکو خړوبولو لپاره استفاده کېږي او پاتې یې کاونډي هېواد ته ورځي، چې هلته ورته د برېښنا لوی بندونه جوړ شوي او هم ترې په زیاته اندازه ځمکې خړوبېږي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA